تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې موخي او اهداف (۴برخه)
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 27, 2018
  0

لیکنه: عبید الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلورم مبحث : د فکري جګړې موخې

 

لمړی جز: فکري جګړې موخې : 
          د فکري جګړې بنستيزه او تل پاتې موخه د مسلمانانو د ژوندانه څخه د اسلامي عقيدې او فکر له مينځه وړل . په اسلام باندې د مسلمانانو د کلک باور له مينځه وړل او بالاخره د اسلام د سپيڅلي دين څخه د مسلمانانو اړول دي، له هغه اسلام څخه چې هم عقيده ده ،هم روش اوهم تګلاره.

 

ددغې جګړې د پړاونو په پام کې نيولو سره کولاى شو چې ددغې جګړې موخې په لاندې ډول ترڅېړنې لاندې ونيسو:

 

١_ لوېديځ ملت ته د اسلام د مبارک دين د خپراوي څخه مخنيوى : 

داسلام د مبارک دين يوه له مهمو ځانګړتياوو او مزاياوو څخه دا ده چې دغه دين د فطرت دين دى ځکه نو پاک زړونه او سليم انساني طبيعتونه دغه دين ته په ډېره مينه او خوښه سره غېږ خلاصوي او په دغه مبارک دين باندې مشرف کيږي .

 

لکه څرنګه چې د اسلام مبارک دين د الهي او حقاني خصلت له مخې په دې ورستيو کې په ډېره چټکۍ سره په اروپايي هېوادونو کې مخ په خپرېدو شو چې يو لامل يې هم له صليبي جګړو څخه مخکې کله چې اسلامي لښکرې د اروپا زړه ته ورسېدلې وې نو د اسلامي لښکرو د قوماندانانو او فوځيانو اخلاق ، رويې ، کارنامو او انساني چلند ډېرى خلکو ته د اسلام د مبارک دين په هکله نيک نظرونه پيدا شوي وه او د اسلام او مسلمانانوحقانيت دې ته واداره کړي وه ترڅو د اسلام په مبارک دين باندې مشرف شي نو دغې وضعې مسيحي او صليبي دعوتګرانو ته دا وېره پېدا کړه چې هسې نه د اروپا په لويه وچه کې اسلام د نصرانيت ځاى ناستى شي نو پدې وخت کې دوى دا وپتيله چې بايد مخکې له دې چې اسلام زمونږ کورونو ته راورسيږي مونږ بايد مخکې له مخکې هغه له خپل ټاټوبي (اسلامي هېوادونو) او د مسلمانانو له زړونو څخه حذف کړو نو د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره يې خپل ټول توان او طاقت ، وسائل او مدارک او لارې چارې وسنجولې او وروسته د اسلامي امت او اسلام په وړاندې هراړخيزه ديني ، اقتصادي ، فرهنګي معنوي او مادي جګړه پيل کړه.(٢)

 

٢_ د اسلام د اصلي څېرې په هکله خلک په اشتباه کې اچول :
     دغه موخه د لومړنۍ موخې (لوېديځ ملت ته د اسلام د مبارک دين د خپراوي څخه د مخنيوي) لپاره وسيله او سريزه ګڼل کيږي چې په حقيقت کې د اسلام د دښمنانو له خوا د اسلام د حقيقي څېرې بدنامول د اسلام يو برخې او يا يو رکن پورې اړه نه پيداکوي بلکه دغه اسلام دښمنه صليبيان هڅه کوي ترڅو د قران ، سنت د محمد صلي الله عليه وسلم د مبارک شخصيت او اسلامي فقهې څخه نيولې بيا تر ټولوهغو څيزونو پورې چې اسلام له ځانه سره راوړي دي ددغو ټولو په هکله مردود تبليغات ترسره کړي تر څو ټولو نړۍ والو ته دغه دين د يو داسې دين په توګه ور وپېژني تر څوله يوې خوا نړۍ وال ددغه دين منلو ته زړه ښه نه کړي او له بلې خوا په خپله مسلمانان ددغه دين سره په ورو ورو اړيکې پرې کړي لکه چې په دې هکله الله جل جلاله فرمايلي دي:


(( يُرِېْدُوْنَ لِيُطْفِئُونُورَالَلَهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَالَلَهُ مُتِمُ نُوْرِه ِوَلَوْکَرِهَ الْکَافِرُوْنَ)) (دصف سورت  ٨ آيت)  
ژباړه : (کافران اراده لري اوغواړي چې په خپلو خولوسره د الله جل جلاله نور مړ کړي او الله تعالى د خپل نور بشپړکونکی اوپوره کونکى دى که څه هم کافران ددغه نور پوره کول بد او ناوړه ګڼي ). 

 

٣_ د اسلامي امت په تاريخ ، اوسني حالت او راتلونکي کې شک پيدا کول :

 

الف :ـ  د اسلامي امت په تاريخ کې شک پيدا کول :
 دوى داسې فکر کوي چې ددې لپاره چې د مسلمانانواړيکې له خپل ځلانده تاريخ سره پرې شي نو بايد چې د هغوى تاريخ ورته شکمن کړي ، د فخر ځايونه تر پښولاندې شي او د سهوو او تېروتنو ځايونه په سرو ليکو سره خلکو ته په ډاګه شي. دا ټول کارونه ددې لپاره کوي ترڅو نوي مسلمان نسلونه د خپل ځلانده تاريخ له ښېګڼوڅخه ناخبره او په ظلمونو او ستمونو باخبره وساتي چې په دې سره بيا نوي ځوان ته خپل تاريخ د ظلمونو او کړاونو څخه ډک بريښي او خپله سابقه ورته توره تياره ښکاري، پدې کارسره دغه ځوان ښايي ورو ورو له خپل دين سره اړيکې پرې کړي .

 

ب : ـ  د اسلامي امت په اوسني حالت کې شک پيدا کول :
 هوکې ! غربيان يواځې پدې سره بسنه نه کوي چې د اسلام ځلانده تاريخ د خلکو په وړاندې بد او ناوړه معرفي کړي بلکه دوى هڅه کوي ترڅو د مسلمانانو اوسنی حالت هم بد او وروسته پاتی معرفي کړي نو داسې خبرې کوي چې ګويا د اسلام اوسنى وټه ايز (اقتصادي) نظام وروسته پاتې دي او د اوسنۍ ټولنې غوښتنو ته ځواب نه شي ويلاي نو بايد چې غربي اقتصادي نظام ته مراجعه وشي او داسې نورې بېلګې چې په دې کار سره هم دوى غواړي چې مسلمانان ورو ورو له خپل دين سره اړيکې پرېکړي او د بې دينۍ په جال کې راګير شي .

 

ج :ـ  د اسلامي امت په راتلونکي کې شک پيدا کول :
 وروسته له دې چې دوى د اسلامي امت تېر او اوس شکمن کړي نو بيا لازمه بولي ترڅو مسلمانانو ته د هغوى په راتلونکې کې هم شکونه پيدا کړي د بېلګې په توګه غربيان مسلمانانو ته داسې وسوسې پيدا کوي چې کله چې د يوه دين يا يوه نظام تېر تاريخ او اوسنى حالت داسې ناوړه او وروسته پاتې وي نو راتلونکى خو به يې بې له شکه له وحشت او وروسته پاتې توب سره مخامخ وي چې په دې کار سره د ډېرو ناپوهه او ناخبره مسلمانانو په زړونو کې اسلام يو وروسته پاتې ، تاريخ تيرى او نړېدلى نظام ښـکاري او په ورو ورو په خپله له دغه دين سره خپلې اړيکې پرې کوي .

 

ان شاءالله نور بیا....

----------------------------

مخکنۍ برخي: 

د فکري جګړې تعریف او پس منظر
د فکري جګړې وسله او شعار

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته