تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د چا سره باید مينه وکړو؟
 
  December 1, 2011
  0

انس رضي الله عنه وايي : يوه سړي د رسول الله صلي الله عليه و سلم څخه د قيامت په هکله پوښتنه وکړه وې ويل : قيامت څه مهال دى؟ رسول الله صلي عليه و سلم ورته وويل : تا و قيامت ته څه تياري نيولې ده ؟ سړي وويل : هيڅ تياري مي نه ده نيولي البته د الله او د الله د رسول سره محبت لرم ، رسول الله صلي الله عليه و سلم ورته وويل : أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ . ته به د هغه چا سره مل يې چي د هغه سره محبت لرې.

انس رضي الله عنه وويل : زه د نبي صلي الله عليه و سلم سره محبت لرم ، او د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما سره محبت لرم  او اميد لرم چي د دوى سره د محبت لرلو لکبله په قيامت کي ورسره مل و اوسم که څه هم ما د هغو د عملونو په شان نيک عمل نه دى کړى . ( بخاري )

اوس يو ځل بيا خپله پوښتنه تکرارو : د چا سره بايد مينه او محبت ولرو ؟
ځواب يې څرګند دى هغه داچي بايد د الله د رسول سره محبت ولرو ، د صحابه کرامو ، صالحانو ، علماوو او د دين د خادمانو سره بايد محبت ولرو ځکه که څوک د صالحانو سره مينه او محبت ساتي دا کس که څه هم د عمل د نګاه کمزورى وي خو د نيکانو د محبت لکبله به يې لوړ مقام يعني په جنت کي د صالحانو ملتيا په برخه سي.

خو که څوک بيا د کافرانو ، فاسقانو او بې دينانو سره مينه او محبت لري نو د هغو ملګرتيا به د قيامت په ورځ د کافرانو ، فاسقانو او بې دينانو سره وي او د هغو په شان به خوار او ذليل وي او د هغو د عذابونو په شان به عذاب ورکول کيږي. اوس دي هر څوک ځان ته ځير سي او و دي ګوري چي دده د زړه په هنداره کي څوک ښکلى ورته ښکاري ؟ د چا کړه وړه او تګلاره خوښه لرئ ؟ څوک په زړه کي درتېر او در ته محبوب دى ؟ لومړى دي زړه ته ور تېر کسان ځان ته څرګند کړي او بيا دي خپل انجام د صادق امين رسول صلي الله عليه و سلم په دې رښتننې وينا کي أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ځان ته معلوم کړي .

عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ السَّاعَةِ فَقَالَ مَتَى السَّاعَةُ قَالَ وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا قَالَ لَا شَيْءَ إِلَّا أَنِّي أُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ قَالَ أَنَسٌ فَمَا فَرِحْنَا بِشَيْءٍ فَرَحَنَا بِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ. قَالَ أَنَسٌ فَأَنَا أُحِبُّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَا بَكْرٍ وَعُمَرَ وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ مَعَهُمْ بِحُبِّي إِيَّاهُمْ وَإِنْ لَمْ أَعْمَلْ بِمِثْلِ أَعْمَالِهِمْ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته