تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سپېڅلى خوځښت
 
  December 1, 2011
  0


سپېڅلى خوځښت

نحمده ونصلي ونسلم على رسوله الکريم وعلى آله واصحابه حماة الدين المتين وعلي کل من تابعهم باحسان الى يوم الدين.
امابعد:

درنو لوستونکو! څرګنده خبره ده ، چي بشري جوړښت داسي سوى دئ ، چي سپېڅلتيا يې خوښه وي او داسي مقام يې خوښ وي ،چي خلک ورته په درنه سترګه وګوري او دا هم جوته ده ،چي سپېڅلتيا او سپېڅلى مقام لرل په سپېڅلي خوځښت پوري اړه لري ، که د کوم انسان خوځښتونه سپېڅلي وي اړينه ده ، چي د ياد انسان مقام به هم سپېڅلى او د درنښت وړ وي دا خو هغه څه دي ، چي بيخي څرګند او هر چا ته معلوم دي خو اصلي خبره داده ،چي سپېڅلي کړني کومي او څنګه منځته راځي؟ هر سړى کولاى سي ،چي خپلي کړني سپېڅلي کړي؟ که يې کولاى سي څنګه خپلي کړني سپېڅلي کولاى سي؟

دپورته خبري اړونده به دامام ابن القيم¬رحمة الله علیه قول رانقل کړو، چي دعمومي کړني په اړه يې کړى دئ. امام ابن القيم رحمة الله علیه فرمايي:
هر حرکت دوو شيانو ته اړتيا لري:

محبت
اراده

يعني دا چي د کوم انسان څخه ،چي کړنه څرګنديږي لومړى شرط يې دادئ ، چي ياد کس به د يوې کړني سره مينه لري کله، چي مينه پيدا سوه بيا نو د کړني د ترسره کولو اراده کوي ځکه که د دغه کړني سره مينه پيدا نه سي نو هيڅ کله دهغې کړني دتر سره کولو فکر لا نه کيږي، د مثال په ډول يو کس د ځغاستي سره مينه او محبت نه لري نو هيڅکله نه ځغلي او ځغستا کول ورته بېځايه کار معلوميږي بل کس بيا د ځغاستي سره محبت لري هغه تل کوشش کوي ، چي په ځغاسته کي نړيوال رکارډ ترلاسه کړي، حاصل داچي هر کس ، چي کومه کړنه ترسره کوي لومړى شرط يې دادئ ، چي ددغه کار سره به مينه لري.

دوهم شرط يې دادئ ،چي د هغه کار د ترسره کولو لپاره به اراده کوي ځکه اراده هغه عمل دئ ،چي د اسبابو د برابرېدو وروسته انسان دعمل د ترلاسه کولو جوګه ګرځوي بلکي هيڅ کړنه د ارادې پرته نه سي ترسره کېدلاى ، د لا روښانتيا لپاره ويلاى سو، چي يوڅوک که د حج کولو سره مينه لري ، پيسې هم ولري ، کله ، چي د حج وخت رانژدي سي ياد کس لېونى سي دغه کس حج ته نسي تللاى ځکه لېونى د ارادې کولو جوګه نه وي ، کله ،چي اراده نه سي کېداى نو عمل هم نه سي ترسره کېداى حاصل دا چي دهري کړني د ترسره کېدو لپاره دوهم شرط اراده ده ، که اراده نه وي هيڅ کړنه نه سي ترسره کېداى.
کله ، چي د حرکت دوه شرطونه وپېژندل سوه نو بيا ددې خبري يادونه اړينه ده ، چي هر حرکت بيا دوه ډوله دئ:

١: صحيح حرکت.
٢: غلط حرکت.

داخبره ډېره ګرانه ده ، چي صحيح حرکت او غلط حرکت سره وپېژندل سي ، چي کوم حرکت يا خوځښت صحيح دئ او کوم حرکت غلط دئ؟ هر څوک،چي حرکت صحيح وبولي هغه صحيح دئ او کوم حرکت ،چي غلط وبولي هغه غلط دئ؟ زما له انده هر انسان صحيح او غلط حرکت نه سي سره توپيرولاى ځکه دهر انسان فکر کامل نه دئ هغه څوک به غلط او صحيح حرکت سره توپيروي ،چي دهغه پوه پوره او کامله وي نو دا چي داسي څوک به څوک وي؟ زما په آند الله جل جلاله هغه ذات دئ ، چي علم يې تر هر چا کامل دئ او هيڅ ډول نيمګړتيا پکښي محسوسېداى نه سي آن تردې ، چي د انسانانو علم بيخي او بيخي ورسره په لږه پيمانه هم نه سي  پرتله کېداى.

راسئ! هغه کړني ،چي الله جل جلاله ښه بللي دي هغه عملي کړو او کومي کړني ، چي الله جل جلاله بدي بللي دي د هغو څخه ځانونه وساتو، کله ،چي مو دا قصد وکړ، چي هغه کړني به ترسره کوو ، چي الله جل جلاله ښه بللي دي او دهغه کړنو څخه به ځانونه ساتو ، چي الله جل جلاله بدي بللي دي تردې ارادې وروسته دا پوښتنه لا پرځاى پاته ده ، چي هر کړنه خو دوه شرطه لري اول شرط يې ديادي کړني سره محبت دئ ، که يو څوک هغه کار کول غواړي ، چي الله جل جلاله ښه بللى دئ خو ددغه کړني سره محبت نه لري دغه کس به خپل محبت څنګه د يادي کړني سره پيدا کوي؟ که محبت ورسره پيدا نه کړي نو دغه کړنه نه سي ترسره کولاى ځکه ، چي دحرکت لومړى شرط موجود نه دئ د مثال په ډول يو سړى وايي :

 زه پوهېږم ، چي لمونځ کول ښه کار دئ ، جماعت کول ښه کار دئ، زه پوهيږم، چي د دغه کړنو په کولو سره زه د لوړ مقام څښتن ګرځم خو په وسه مي نه دي، يعني دا چي داسي ځني ناتوان نه يم ، چي ناروغه يم او يا عذر لرم بلکي داسي ناتوان يم ، چي هيڅ زړه مي نه ورغواړي او بيخي زور راته غواړي نو ځکه يې نه سم کولاى ، دغه کس ، چي دغه خبره کوي اصلاً د نوموړو کړنو سره محبت نه لري، لنډه دا چي دغه کس وايي: زه څنګه خپل محبت ورسره پيدا کړم ، چي يادي کړني مي په وسه وسي؟ يا په بل عبارت څنګه د نيکو کړنو توفيق ماته نصيب سي؟

ددغه پوښتني په جواب کي بايد وويل سي ، چي ددغه کس خبره تر يوه بريده پرځاى ده ، دغه کس الهي توفيق نه لري او هرسپېڅلى کار په الهي توفيق ترسره کيږي ، کوم کس ، چي الهي توفيق ترلاسه کول غواړي دهغه لپاره اړينه ، چي دالله جل جلاله رضا تر لاسه کړي او د الهي رضا د تر لاسه کولو لپاره اوښکي تويول لويه او تجربه سوې نسخه ده، ځکه يوه اوښکه الله جل جلاله تويول دومره ارزښت لري ، چي تر ټولي دنيا لوى ارزښت دئ.

 حاصل دا چي دغه کس که الهي توفيق غواړي او د سپېڅلي کړني سره محبت پيدا کول غواړي نو خپل بادار ته دي اوښکي توى کړي او توفيق دي ځني وغواړي، الله جل جلاله هغه ذات دئ ، چي د هيچا کچکول خالي نه پريږدي او حتماً انسان ته هغه څه ورکوي ، چي دى يې غواړي بالاخره به د سپېڅلي کړني د ترسره کولو وروسته هر انسان لوړ او سپېڅلى مقام تر لاسه کولاى سي،  که هيڅ ژړا نه ورځي نو د بزرګانو وينا ده ، چي د ژړا چم دي کوي ، کله ، چي څو ځله د ژړا چم وکړي حتماً دژړاکيفيت ورته پيښيږي.

ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد

یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د مقالو نقلول د ماخذ په یادولو جواز لري.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته