تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قلم
 
  July 11, 2017
  0

 لیکنه: شکر الله رسولي


۱- قلم لمړنی شی دی، چي الله پاک تر مخلوقاتو  مخکي پیدا کړ.
 
۲- په قرآن کریم کي یو سورت د قلم په نامه دی.
 
۳- په قرآن کریم کي الله عزوجل  په قلم سره قسم کړی دی.
 
۴- قلم ټولي هغه پیښي چي تر قیامت پوري راځي لیکلي دي.
 
۵- قلم د انسانانو اعمال، رزق، بدبختي، نیکبختي او مرګ ټوله لیکلي دي.
 
۶- انسان ته الله پاک په قلم سره علم ورکړی دی.
 
۷- په انسانانو کښي د عالم او علم ستر نعمت د قلم له وجهي دی.
 
۸- که قلم نه وای، نو انسانانو به د هدایت لاره نه وای موندلې.
 
۹- قلم د انسان د جهنم یا جنت د داخلیدو ذریعه کېدلای سي.
 
۱۰- د قلم په واسطه الله عزوجل  د انسان څخه راضي کیږي.
 
۱۱- د قلم په واسطه د الله عزوجل  د دین  خدمت کېدلای سي.
 
۱۲- دین تر موږ پوري د قلم په ذریعه رارسېدلی دی.
 
۱۳- د قلم په ذریعه نن موږ د اسلام په ستر نعمت مشرف یو.
 
۱۴- د قلم په ذریعه غیر مسلمانان و اسلام ته رابللای سو.
 
۱۵- د قلم په ذریعه د جهاد او حقیقي مجاهدینو سره کومک كېدای سي.
 
۱۶- د قلم په ذریعه انسان د اخلاقو، ادابو  او حیا څښتن ګرځي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته