تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام ته د ټولو اړتیا ده
  تعلیم الاسلام
  April 24, 2017
  0

 را لېږونکی: محب الله ذاکر/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 
 
اسلام ته دټولو اړتیاده
 
دنړۍ ټول خلګ د اسلام مبارک دین ته ضرورت لري، ځکه چي اسلام د سلامتۍ دین دی او که چیري خلګ د اسلام دین ونه مني، نو بي له شکه چي د زیاتو مشکلاتو سره به مخ سي.
 
مثلا : که د نړۍ لویو دولتونو ته وګورو، هلته چي د اسلام مبارک دین نسته، نو د هغوی قوانین ډېر ظالمانه دي، په خاصه توګه د غریبو او ناداره خلګو لپاره او همدارنګه اخلاقي ناروغیاني پکښي له حده ډیري زیاتي سوي دي.
 
کېدای سي چي تاسو د ایډز(AIDS) د کنفرانس په باره کي اورېدلي وي چي د (۲۰) کلونو په موده کی یعني  د (۱۹۸۰) م کال څخه بیا تر (۲۰۰۰) م کال پوري شل میلیونه خلګ د دغي وژونکي ناروغۍ په اساس هلاک سويدي.
 
چي د دوی څخه تر ټولو کم ترین تعداد د اسلامي هیوادونو څخه دی او کېدای سي چي دا تبعي نتیجه وي او دغه مرض الله تعالی جل جلاله د دین او شریعت څخه لیري وي.
 
که چیري موږ اسلامي فتوحاتو او جنګونو ته وګورو، نو په هغه کي یو پرسلمه (۱۰۰/1) برخه د شل میلینو هم ندي وژل سوي.
 
علاوه پر دې چي (۳۷) میلیونه نور انسانان د دغه وژونکي ناروغۍ له امله د مرګ انتظار کوي، چي دا ټول د اخلاقي فسادونو او د اسلام د مبارک دین څخه د لیري والي او د الله تعالی جل جلاله د حکمونو څخه د نافرمانۍ نتیجه ده.
 
--------------------------------
ماخذ : اندلس له فتحي ترسقوطه
 

سرته