تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختلاف ساحه راكمول او مشخص كول
  تعلیم الاسلام
  March 12, 2017
  0
رالېږونکی: محمد امين سايح
 
که بحثونه علمي سي او انتقاد سالم سي او د اختلاف ساحه د هر چا سره مشخصه سي او د اختلاف نقطې معلومي سي نو بیا بحث مفید واقع کیږي.
 
که توافق نه وي د یو بل د دلیل قوت معلومیږي او بيا به د اختلاف د پاره اختلاف نه وي ، بلکه بيا به د یو بل په هدف او مقصد ځان پوهول وي ، او که هغه پر غلطه وي په صحیح دليل لار ورته تشریح کيداي سي ، نو ډیر ژر به په ټولنه کي مثبت بدلون راسي.
 
او هغه کسان چي دلته د اصلاح په نامه فتنه خپروي خپله به اصلاح سي او اختلاف به د عموم څخه وخصوص ته راسي او هغه بې بنیاده تعصبي شایعات به نور ورک سي او پر اصلي نقطو به کوښښ وسي چي که اختلاف د ختمیدو وي ختم به سي او که نه وي بیا به زور پر همدا اختلافي موضوع وي نو به پر موافقاتو غاړي سره شیني نه وي.
 

سرته