تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دنیا په ظاهري ژوند غولیدل
 
  February 24, 2017
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 ابن آدمه! دنیا دي په آخرت خرڅه کړه چي دواړه وګټې او آخرت په دنیا مه خرڅوه چي دواړه به بایلوې، که دي خلک د خیر په کارو کي ولیدل سیالي ورسره کوه خو د شر په کارو کي یې متابعت مه کوه.


ابلیس علیه لعنه که په یوه د دغه درو کارو پر بني آدم کامیابه سو نو ابلیس و وايي: بس زه نور څه نه درڅخه غواړم:

اول: دا چي انسان په خپل ځان غره سي چي زه خو ښه سړی یم.
دوهم: دا چي خپل ښه عمل ډېر وبولي.
درېیم: دا چي خپل ګنهونه هېر کړي.

یو سړی و حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ته راغلی ویل وصیت او نصیحت راته وکړه، حضرت عمر رضی الله عنه  و ویل: په درو شیانو سره وصیت درته کوم:

اول دا چي په هر حال کي یې د الله جل جلاله  نعمتونه په یاد لره.
 
دوهم دا په یاد ولره پر هر حال چي یې الله جل جلاله  تا ویني او په تا خبر دی.
 
درېیم په هر حال کي چي یې مرګ او په قبر ننوتل یادوه.

یو چا د حسن بصري رحمه الله  څخه پوښتنه وکړل چي ستا د زُهد یا د دنیا سره د علاقې نه درلودلو سِر او سبب څه شي دی؟ حسن بصري رحمه الله  و ویل: 

دا را معلومه سوه چي زما رزق بل څوک نه سي اخستلای، نو د رزق له طرفه مي زړه مطمئن او فارغه سو.

او دا را معلومه سوه چي هغه پرما لازم عمل بل څوک نه کوي او نه یې کولای سي، نو په هغه مشغوله سوم.

او دا را معلومه سوه چي الله جل جلاله  همېشه په ما خبر دی او ما ویني، نو شرم او حیا راته دریږي چي د ګناه کولو په حال کي مي و ویني.

او دا راته معلومه سول چي مرګ زما په انتظار کي دی، نو مي د الله جل جلاله  د لقاء دپاره آمادګي او تیاري ونیول.

 
 
د دنیا په ظاهري ژوند غولیدل

مسلمان وروره!

 ما او تا هم دغسي فکر کړی دی چي هغه عالمُ الغیب رب عزوجل راته ګوري او ما ویني، نو زه څنګه د هغه جل جلاله  په حضور دغه ګناه یا عبث کار وکړم؟ او څومره چي د دغه فاني دنیا د ژوند او معیشت دپاره ځانونه ستړي کوو؟ آیا په دغه اندازه مو د قبر یا حساب او کتاب دپاره آمادګي او تیاري نیولې ده؟ او که فقط هدف او مقصد مو دغه دنیا ده.

الله جل جلاله  و هر انسان ته په معلوم حساب سره سا کښل ورکړي دي، کوم وخت چي دغه د سا کښلو شمېر پای ته ورسیږي انسان مري، نو که انسان د عقل او پوهي څخه کار واخلي او دغه په حساب ساوي یا نفس کښل د خیر د ګټلو په لار کي مصرف کړي نو هغه انسان هم په ژوند او هم تر مرګ وروسته په ګټه کي دی، او که چیري بیا د دغه سا کښلو وخت په بدو او عبثو کارو کي تېر کړي نو یې ټوله سرمایه ضایع او برباد کړل، دغه انسان په خپل عمر سره نه دنیوي ګټه وکړل نه اُخروي، بلکه دغه انسان د هغو مجرمانو څخه بلل کیږي چي شیطان پر غالبه سوی دی د الله جل جلاله  ذکر او یاد یې ځني هېر کړی دی او داسي شی یې ځني جوړ کړی دی چي د دنیا د ژوند څخه بېله ظاهري منظره، خوړلو او چښلو په بل شي نه پوهیږي لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د دغسي کسانو په باره کي د سورة الروم په  ۷) نمبر آیات کي فرمايي:

(يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ) سورة الروم: ۷

ژباړه: دوی د دغه دنیوي ژوند په ظاهري او سطحي شیانو پوهیږي حال دا چي دوی د آخرت څخه غافله دي.

 یعني فقط په دنیوي امورو او کارو پوهیږي چي کله کښت وکړي او کله یې وریبي، څه شي رانیسي څنګه یې رانیسي، چیري او څنګه یې خرڅ کړي، باغ کوټۍ او تعمیر څنګه جوړ کړي، پیسې څنګه سره جمعه او یو ځای کړي، الله جل جلاله  د دغسي کسانو په باره کي فرمايي: 

(كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُمْ مُجْرِمُونَ) المرسلات:۴۶

یعني: تاسي خواړه و خوری او د دې فاني دنیا د نعمتو څخه لږ ورځي نفعه او خوند واخلی، بېشکه چي تاسي مجرمان او ګنهکاران یاست. 

او د مجرمانو په باره کي الله جل جلاله  د سورة مریم په  ۸۶ نمبر آیات کي فرمايي:

(وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَى جَهَنَّمَ وِرْدًا) مریم:۸۶)
ژباړه: او شړو به مجرمان د دوږخ و طرف ته د هغه تږو حیواناتو په شان چي اوبو ته ور ځغلي. 

دغه مجرمان به هم دغسي په تلوار د دوږخ و اور ته ور شړل کیږي.
 

مسلمان وروره او خوري! 

هر څوک چي خپله سرمایه یعني دغه عمر چي و ده ته ورکړه سوی او کوښښ کوي، ځان ستړی کوي خو په نتیجه کي یا ځان آزاد کړي یا یې هلاک کړي دی د الله جل جلاله  په طاعت او عبادت کي مصرف نه کړي هغه خو ګټه ونکړه بلکه د عمر سرمایه یې هم مفته یا خوشي د لاسه ورکړه لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

« كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا ». رواه مسلم.
یعني: هر انسان کار او عمل کوي، سعیَ او کوښښ کوي، ځان ستړی کوي خو په نتیجه کي یا خپل ځان آزاد کړي یا یې هلاک کړي.

ماخذ: نصیحتونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته