تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لواطت دنیوي او اخروي سزا (۱)
  تعلیم الاسلام
  October 30, 2016
  0
ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لومړۍ برخه
 
کله چي يو نارينه د بل نارينه څخه په غيري فطري ډول خپل شهوت پوره کړي، نو هغه ته په عامه اصطلاح کي لواطت ويل کېږي.  دا هم د شيطان يوه لويه  وسله ده چي د هغه په واسطه شيطان د خلکو ښکار کوي او هغه د دنيا و آخرت په رسوايي سره اخته کوي. په اسلام کي هم د دې ناوړه کار ډېر بد بيان سوي دي.
 
لوطي ملعون دئ: 
 
د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: 
 
( لعن الله من عمل عمل قوم لوط، و لعن الله ممن عمل عمل قوم لوط، و لعن الله من عمل عمل قوم لوط.) (رواه احمد)
 
ژباړه: الله  جل جلاله  لعنت  کوي پر هغه کس چي د لوط  علیه السلام  د قوم عمل کوي.الله جل جلاله  لعنت  کوي پر هغه کس چي د لوط  علیه السلام  د قوم عمل کوي. الله  جل جلاله  لعنت  کوي پر هغه کس چي د لوط  علیه السلام  د قوم عمل کوي. 
 
 د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  بېره:
 
حضرت جابر بن عبدالله  رضی الله عنه  فرمايي، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: 
( ان اخوف ما اخاف على امتي عمل قوم لوط.) (ترمذي)
 
ژباړه: تر ټولو زيات خطرناکه خبره چي زه پر خپل قوم باندي بيرېږم، هغه د لوط  علیه السلام د قوم عمل دئ. 
 
الله  جل جلاله  د رحمت په نظر نه ورته ګوري: 
 
د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم   وفرمايل: 
 
( لا ينظر الله الى رجل اتى رجلاً، أو امرأة في دبرها. ) (صحیح ابن حبان)
 
ژباړه: الله تعالى و هغه  سړي ته د رحمت په نظر نه ګوري کوم چي د نارينه يا ښځينه  سره د شا له خوا (د نجاست په ځاى) بدکاري کړې وي. 
 
پر لوطي باندي د مخلوقاتو غوسه: 
 
حضرت عمر  رضی الله عنه  فرمايي، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم وفرمايل: 
 
لم يعل فحلا حتى كان قوم لوط فإذا علا الفحل الفحل ارتج أو اهتز عرش الرحمن عز و جل فاطلعت الملائكة تعظيما لفعلهما فقالوا يا رب ألا تأمر الأرض أن تعزرهما وتأمر السماء أن تحصبهما فقال إني حليم لا يفوتني شيء. (ذم الهوى لابن الجوزي)
 
ژباړه: کله چي يو نارينه د بل نارينه سره بد کاري کوي نو هغه د لوط  علیه السلام  په قوم کي ليکل کېږي او د لوط  علیه السلام د قوم په شان جوړېږي. او کله چي نارينه د بل نارينه سره بدکاري کوي نو د الله  جل جلاله  عرش په لړزه  کي راځي چي د هغه له کبله ملايکو ته د فاعل او مفعول د بد جرم معلومات ورته کېږي نو داسي وايي: اې الله  جل جلاله ! آيا ته مځکي ته دا امر نه کوې چي هغوى ته سزا ورکړي يعني خسف يې کړي او آسمان ته امر نه کوې چي پر هغوى کاڼي وؤروي؟ الله جل جلاله  وفرمايي: زه حليم (بردبار) يم  زما څخه هيڅ شي نه سي پاته کېدلاى. 
 
حضرت ابن عباس رضی الله عنه  فرمايي: کله چي نارينه د نارينه سره بدکاري کوي، نو مځکه د هغوى څخه لاندي، آسمان د لوړ څخه او کور و بام ټول آواز پورته کړي او وايي: اې خدايه جل جلاله ! ته موږ ته اجازه راکړه چي موږ يو د بل سره ټکر وکړو او هغوى په منځ کي تباه کړو، چي د هغوى له پاره عذاب او عبرت جوړ سي؟ الله  جل جلاله   ورته وفرمايي: زما صبر تر هغه زيات پراخ دئ زما څخه هيڅوک نه سي خلاصېدلاى. 
 
د ښځي له ښځي سره بد کاري: 
 
             حضرت واثله بن اسقع رضی الله عنه فرمايي، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:
( سحاق النساء زنا بينهن. ) (شعب الایمان ومسند ابی یعلی)
 
ژباړه: د يوې ښځي د بلي ښځي سره ګناه کول د هغوى په خپل منځ کي د زنا کولو په ډول ده. 
 
د لواطت سزاوي
 
و دي وژل سي: 
 
حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  فرمايي، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د لوط  علیه السلام  د قوم عمل کوونکي په باره کي وفرمايل: فاعل او مفعول دي دواړه قتل کړل سي . (مستدرک وصحیح جامع الصغیر)
 
حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  فرمايي، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: 
 
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ؛ فِي الَّذِي يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ , قَالَ : ارْجُمُوا الأَعْلَى وَالأَسْفَلَ... (رواه ابن ماجه)
 
ابوهریره رضی الله عنه فرمايي چي کوم څوک چي د لوط  علیه السلام د قوم عمل کوي، پدې اړه نبي علیه السلام وفرمایل: سربېره او لاندي دواړه سنګسار کړئ. 

 

 
د صحابه کرامو رضی الله عنهم  پرېکړه: 
 
حضرت خالد بن وليد  رضی الله عنه  و حضرت ابوبکر صديق  رضی الله عنه  ته يو خط واستوئ، چي په يوه سيمه کي يو داسي سړى پيدا سوى دئ چي هغه د نارينه سره نکاح کړې ده. حضرت ابوبکر صديق  رضی الله عنه  د پرېکړي له پاره صحابه کرام رضی الله عنهم  سره راټول کړل چي په هغوى کي حضرت علي  رضی الله عنه  هم شريک وو. حضرت علي  رضی الله عنه  وفرمايل: دا يوه داسي ګناه ده چي د يوه امت څخه ماسېوا بل امت نه ده کړې او الله  جل جلاله  چي د هغوى سره څه وکړل هغه تاسي پېژني، زما رايه دا ده چي هغه دي په اور کي وسوځول سي. نو د ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم  رايه پر همدې باندي متفقه سوه چي په اور کي دي وسوځول سي. حضرت ابوبکر صديق  رضی الله عنه   حکم جاري کړ چي  په اور کي دي و سوځول سي.
 
د دې ډول څخه په دوو نورو پېښو کي حضرت عبدالله بن زبير رضی الله عنه او هشام بن عبدالمک هم داسي خلک په اور کي وسوځل.  
 
د حضرت علي  رضی الله عنه  پریکړه:
 
د يزيد بن قيس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي حضرت علي  رضی الله عنه   د يو لوطي د  سوځلو پر ځاى د سنګسار حکم ورکړ. 
 
د حضرت عمر  رضی الله عنه  پریکړه: 
 
د حضرت عمر رضی الله عنه  څخه روايت سوى دئ، چي څوک د حضرت لوط  علیه السلام  د قوم په ډول عمل کوي هغه قتل کړئ. 
 
د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  پریکړه: 
 
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه  څخه د لوطي د سزا په باره کي پوښتنه وسول، هغه وفرمايل: په آبادۍ کي دي يو لوړ کور پيدا کړل سي، بيا دي لوطي پړمخي پرې اېستل سي او په زوره دي را ايله کړل سي، بيا دي پر هغه د ډبرو باران وسي. 
 
د اسلام د امامانو نظرونه: 
 
امام شعبه، سعيد ابن المسيب، جابر بن زيد، عبيدالله بن عبدالله بن معمر، امام مالک، ربيعه، ابن هرمز،  امام شعبي  رحمة الله علیهم فرمايي: لوطي دي سنګسار کړل سي هغه که واده والا وي او که بې واده وي.
 
ابراهيم نخعى، قتاده، عطاء، حسن  بصرى  رحمة الله علیهم فرمايي: کومه سزا چي د زناکاره له پاره ده هماغه سزا د لوطي هم ده.
 
د امام شافعي  رحمه الله  او امام احمد بن حنبل  رحمه الله  څخه په دې مسئله کي دوه روايتونه نقل سوي دي: 
 
لوطي که واده والا وي او که بې واده وي په دواړو صورتونو کي  دي سنګسار کړل سي. په دې رايه کي اسحاق بن راهويه  رحمه الله  هم د دوى  سره موافق دئ.
 
د لوطي  سزا د زناکاره په ډول ده؛ که چيري  بې واده وي نو دُرې او که د واده والا وي نو سنګسار.
 
په دې رايه کي امام  ابويوسف رحمه الله  او امام محمد  رحمه الله هم د دوى سره موافق دي. 
 
(امام ابوحنیفه رحمه الله فرمايي چي تعزیزي سزا دي ورکړل سي، د وخت حاکم دي د هغه حالت ته په کتو سره سزا ورکړي. کتنپلاوی)
 
 
ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: بې داغه ځواني
 
----------------------------------------
د پاک دامنۍ انعام
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته