تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اې مسلماني خوري !
 
  March 24, 2017
  0

 ژباړه: مولوي اختر محمد" جهيد"


مېرمني کولای سي، د لاندي کارونو په تر سره کولو سره د خپل خاوند زړه لاس ته راوړی او له ځانه څخه ئې خوشحاله کړی:


کله چي دي خاوند کور ته داخلیږي، ته د هغه هر کلی وکړه محبت ورسره  وکړه او.ښه راغلاست ورته ووایه. 

د خاوند د راتګ پر وخت
هغه ډېر ښايسته کالي خپل خاوند ته واغونده.
ماشومانو ته د پلار د ښه راغلاست ویلو طریقه وروښیه، چي هغه سلام ویل او دهغه لاسونه مچول دي.
که ممکنه وي خاوند ته په خپله د کور دروازه ورخلاصه کړه.
کوټ، کورتۍ یا بل داسي لباس ته ورڅخه وکاږه او په کوټ بند ئي وځړوه.
د هغه دمال پوښتنه وکړه او ورته ووایه، چي ورځنۍ چاري دي په خېر سرته ورسولي.
که چیري دي خاوند تږی ؤ، یو ګلاس اوبه یا جوس ورته راوړه.
کوښښ وکړه، چي خاوند ستا څخه ښه بویونه احساس کړي، د آشپزۍ بویونه له ځان څخه ليري کړه.
د خاوند د راتګ سره سم  کورنۍ ستونزي د هغه په وړاندي مه بيانوه.

د خاوند مېلمانه:
د خاوند د ډېرو مېلمنو او د هغو ی د ډېر راتګ څخه ویش او واخ مه کوه.
د هغوی د ناستي ځای ښه برابر کړه.
هغوی ته ښه خوراک، څښاک او څه چي مناسب وي برابر کړه.

د خاوند قهر:
د خپل خاوند غوسه سړه کړه او خپل غبرګون کنترول کړه که څه هم ته پر حقه يې.
که ستا د خاوند یو موضوع هېره وه، نو په ډېره ښه طریقه سره ئې ته ورپه یاد کړه.
د خپل خاوند سره ضد بازي مه کوه، چي جوابونه ورغبرګوې.
کوښښ وکړه، چي د خاوند د رضا او خوښۍ پرته بيده نه سې.
دا حدیث باید تل په یاد ولرې: (ستا خاوند ستا لپاره یا جنت دی یا دوزخ دی.)

د خاوند ناروغي:
د خاوند سره د مرستي لپاره د هغه سره کښېنه!
په خپلو ټاکلو وختونو کي دوا ورته راوړه.
د قرآن کریم ځيني ایاتونه تلاوت کوه او پر خاوند يې چوف که .
کله نا کله ئې سر ورمچوه.
ځيني ښايسته جملې هغه ته وایه، لکه: ستا پرته دا کور په هیڅ نه ارزي.
کوچنیان شوخۍ ته مه پریږده تر څو ستاخاوند نا ارامه سي.

د خاوند خوب:
د خاوند سره په پراخه او روښانه مخ اوسه. 
دده ښېګڼي او احسانونه دده په مخ کي یاد وه.
د خاوند بستره وربرابره کړه او ښه ئې خوشبویه کړه.
کوښښ وکړه، چي ماشومان وختي بيده کړې.
په ډېر ادب سره خاوند ته د سنت طریقې خوب ور زده کړه.
د خاوند سره ټوکي کوه او د خندولو کوښښ ئې وکړه.
ځيني ګټور نکلونه او حکایتونه هغه ته وکړه.

د خاوند سفر:
د خاوند د سفر بکس او کالي وربرابر کړه.
د ضرورت وړ شیان ئې په بکس کي ورکښېږده، لکه: ستن، تار ا و داسي نور…..
په ډېرو غوښتنو او فرمایشاتو سره خاوند مه په عذابوه.
په ښه خوشحالۍ سره ئې رخصت کړه.
یو کوچنی قرآن کریم په جیب کي ورکښېږده.
د خاو ند د سفر په حالت کي دهغه د مال، اولادونو او کور ساتنه کوه.
که ئې په موټر کي سفر کاوه، نو یو څه خواړه ورته راوړه.

د خاوند مور او پلار:
د خاوند د مور او پلار سره ښه چلند کوه په خاص ډول بیا د هغه د مور سره .
کله کله یوه تحفه ورکوه.
ځيني وختونه خوندور خواړه ورته برابروه.
هغه څه مه وایه چي دوی ئې نه خوښوي.
د خپلي خواښي په مخ کي د هغې د زوی ښېګڼي بیانوه، عیبونه ئې مه بیانوه.
خپل خاوند د مور او پلار ملاقات کولو او د هغو ی سره نیکۍ کولوته هڅوه.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
----------------------------------------------------
اړوند لیکني:
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته