تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اجماع حجیت په احادیثو کي
  تعلیم الاسلام
  December 29, 2015
  0
دوهمه برخه:
 
ليکنه : عبدالسلام حنفي
 
 د اجماع حجتیت د احادیثو په رڼا کي: 
 
دریم دلیل: وعن علي قال : قلت : يا رسول الله إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي فما تأمرنا ؟ قال : شاوروا فيه الفقهاء والعابدين ولا تمضوا فيه رأي خاصة رواه الطبراني في الأوسط ورجاله موثقون من أهل الصحيح .( مجمع الزوائد جلد ۱ صفحه ۴۲۸ رقم ۸۳۴ ).
 
ژباړه: له علي رضی الله عنه څخه روایت دی چي هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم که چیري موږ ته داسي مسئله یا معامله را واړندي سي چي د هغې باره کي په قرانکریم او ستا په سنتو کي کوم وضاحت نه وي نو بیا به موږ د هغې د حل باره کي کومه طریقه غوره کوو ؟ نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ځواب کي ورته وفرمایل چي د عابدینو فقهاوو سره مشهوره کوه.
 
 دا روایت دا خبره په وضاحت سره ثابتوي چي د عابدینو فقهاوو رایه او د هغو اجماع واجب الاتباع حجت ده.
 
څلورم دلیل: حدثنا موسى بن هارون ثنا أبو مروان العثماني ثنا عبد الله ابن مسلم بن جندب عن أبيه عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : ( من مات مفارقا للجماعة ماتت ميتة جاهلية ) أخرجه الطبرانى (12/335 ، رقم 13278) ، وأبو نعيم فى الحلية (9/58).
 
 ژباړه: کوم کس چي د مسلمانانو د جماعت څخه د جلاوالي په حالت کي مړ سي نو هغه د جهالت په مرګ سره مړ سو.
 
 پنځم دلیل: حدثنا عبد الله بن أحمد بن حنبل حدثني محمد بن أبي بكر المقدمي ثنا معتمر بن سليمان عن مرزوق مولى آل طلحة عن عمرو بن دينار عن ابن عمر : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( لن تجتمع أمتى على الضلالة أبدا فعليكم بالجماعة فإن يد الله على الجماعة ) المعجم الکبیر . ج ۱۲ ص۴۴۷ حدیث نمبر 13623.
 
ژباړه: د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما امت به هیڅ کله هم په ګمراهی سره جمع نه سي او په تاسو ( مسلمانانو) باندي لازمه ده پیوسته کېدل په جماعت او ټولۍ د مسلمانانو پوري او د الله تعالی بلا کیف لاس چی دی په جماعت باندي دی.
 
 شپږم دلیل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجت الوداع په خطبه کي د ټولو صحابه کرامو په مخکي وفرمایل: ثلاث لا يغل عليهن قلب امرئ مسلم إخلاص العمل لله والنصح لأئمة المسلمين ولزوم جماعتهم فإن دعوتهم تحوط من ورائهم . أخرجه أحمد (4/80 ، رقم 16784) ، والدارمى (1/86 ، رقم 228) ، وأبو يعلى (13/408 ، رقم 7413) ، والطبرانى (2/126 ، رقم 1541) ، والحاكم (1/162 ، رقم 294) وقال : صحيح على شرط الشيخين.
 
 ژباړه: د دریو خویونو په موجودوالي کي د هیڅ یوه مسلمان زړه به خیانت ونه کړي
 
 اول: چي په اعمالو کي  یې د الله تعالی لپاره اخلاص وي.
 
 دوهم: چي په زړه کي یې د مسلمانانو خیر خواهي وي.
 
 دریم: چي د مسلمانانو د جماعت د اتباع لزوم وي. ځکه چي د هغو دعاء د شا له خوا څخه هغوی را چاپیره کړي دي.


-------
مخکنۍ ليکنه: الاجمـــــاع اوله برخه
مكانة الاجماع وحجيته في الفقه الاسلامي:
ایا اجماع حجت ده؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته