تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو فریب
 
  August 13, 2015
  0
ژباړه: عثمان غني

یو سړی په سفر ولاړی ، په لاره کي د یوې سپین سري ښځي سره مخامخ سو چي د څا پر غاړه ولاړه وه، سړي د څاه  څخه اوبه وڅیښلې او د سپین سري سره يې په خبرو شروع وکړل، ددې څخه يې پوښتنه وکړل چي د ښځو فریب څه شي دی؟

سپین سرې د څاه سره ودرېده په لوړ اواز يې ژړا پیل کړل، د پاره ددې چي ددې زامن دغه اواز واوري بیا راسي او داسي فکر وکړي چي دغه سړی لکه چي زموږ مور څا ته اچول او وژل يې.

سړي ورته وویل: دا څه کوې؟! او ددې د چپېدو کوښښ یې وکړی، زه خو ستا د تکلیف لپاره دلته نه یم راغلی!

وروسته ښځه راولاړه سول یوه  څولاغه  اوبه يې راواخستلې او پرځان يې واچولې نو هغه سړي ددې کار څخه تعجب وکړی او پوښتنه يې وکړه، چي دا کار دي ولي وکړی؟

په دې ترڅ کي يې زامن راغلل، سپین سري ورته وویل: زه څاه ته ولوېدم دغه سړي راوکښم!

زامنو یې ددغه سړي  څخه ډېره زیاته مننه وکړه او خوشحاله سوه. 

وروسته هغه سړي ددغه سپین سري څخه پوښتنه وکړل چي ستا ددغه حرکت حکمت راته بیان کړه.

دې ورته وویل: ښځه همدارنګه ده، چي کله ښه ورسره وکړې ژوند دي ساتي او چي ضرر ورته ورسوې...... وژني دي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته