تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موبایل پوښ ته څه اړتیا ده؟
  تعلیم الاسلام
  August 9, 2015
  0

لیکنه: عالمه

 يوې نجلۍ مبايل اخيستى وو، پلار يې چې وليده، نو له هغې يې پوښتنې پيل کړې.

 
پلار: لومړى دې چې مبايل واخيست، څه کار دې وکړو؟
 
لور: لومړى مې د هغه صفحه د داغ ضد چسپ سره وپوشله او يو پوښ مې هم ورته واخيست.
 
پلار: څه مجبوريت دې درلود؟
 
لور: نه، هېڅ مجبوره نه وم.
 
پلار: ستا په اند، په خپل دې کار سره دې د مبايل جوړونکي شرکت ته سپکاوى نه دى کړى؟
 
لور: نه پلارجانه! خپله شرکت هم پلورونکو ته همدا سپارښتنه کوي چې موږ له دې پوښونو څخه کار واخلو.
 
پلار: مبايل دې بدرنګ و، ځکه دې کار وکړو؟
 
لور: نه، نه، اصلا مې زړه نه غوښتل چې زيان دې وويني او خط دې شي، ددې لپاره چې بيه يې ښکته نه شي، نو دا کار مې وکړو.
 
پلار: فکر کوم چې له دې پوښ سره دې مبايل بدرنګ شوى دى؟
 
لور: نه، زما په فکر نه دى بدرنګ شوى، که چېرته شوى هم وي، نو په دې ارزي، ځکه چې له مبايل مې ساتنه کوي.
 
پلار خپلې لور ته په مهربانه انداز وکتل او ورته وويل:
 
لورې! حجاب  هم ستا لپاره همداسې يو خونديتوب دى نه کوم محدوديت!
 
 
----------------------------------
این قصه به زبان دری: پوش موبایل برای چی؟ 
و زبان انګلیسي: ? Why a phone requires a cover
د خوندو په اړه نوري لیکني: نېکمرغه مېرمن
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته