تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فحشاء د ډېرېدو یوه وجه
 
  May 18, 2017
  0

 

 لیکنه : جاوید احمد  "سعادت”


د فحشاء د ډېرېدو یوه وجه او د فحشاء د مخنیوي قراني نظام

موږ او تاسو نن سبا وینو چي خلګ خصوصاً ځوانان په خپلو مجلسو کي د ناروا اړیکو او حتی زنا خبرونه یو بل ته وايي چي فلانکي ځای کي داسي او هغه سي وسوه ځیني وخت یې د خواخوږۍ په نیت د زنا او ناروا اړیکو خبرونه نشروي. خو متاسفانه چي په دې نه دي خبر چي دا ډول خبري یو د بل سره شریک کول په اسلام کي څومره لوی جرم دی!

قرانکریم کي الله عزوجل فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة نور: ۱۹)
 
ژباړه: بېشکه هغه کسان چي دا خوښوي چي په مؤمنانو کي فحشاء (بې حیايي) نشر سي د هغوی لپاره په دنیا او اخرت کي دردناکه عذاب دی او الله پوهیږي او تاسو نه پوهېږی.

علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله په خپل تفسیر کي لیکي چي قرآن کریم د فواحشو د بندولو دا خاص نظام جوړ کړیدی چی اول خو ددې قسم خبرونه باید خپاره نه سي او که مشهوره کیږي نو چي په شرعي ثبوت سره وي چي ددې شهرت سره د زنا شرعي حد پر ده جاري کړي او دغه شهرت د فحشاء د بندېدو سبب جوړ سي او کوم ځای چي شرعی ثبوت نه وي (د زنا د اثبات لپاره د ۴ شاهدانو حاضرول یا اقرار) هلته د بې حیایی خبرونه نشرول او شهرت ورکول کله چي ددې سره څه سزا نه وي نو په طبعي ډول سره د خلګو د زړونو څخه د بې حیایو او فواحشو څخه نفرت کموي او د جرمونو کولو او ددې د خپرولو سبب جوړیږي.

نن سبا په اخباراتو کي دا خبرونه روزانه لیدل کیږي چي ځوانان سړي او ښځي یی ویني ، روزانه د داسي خبرو مخ ته په راتلو او پر دې د سزا نه کېدو لازمي او طبعي آثر دا کیږي چي دغه خبیث کار کرار کرار د خلګو په نظرونو کي سپک په نظر راتلل شروع سي او بیا په نفس کي دې ته د راپورته کېدو سبب سي ، پدې وجه قرآن حکیم دداسي خبرونو د مشهورولو اجازت صرف په هغه صورت کي ورکړی دی کله چي د شرعي ثبوت سره وي او په نتیجه کي د خبر سره ددې هغه هیبتناکه سزا هم خلګ واوري او سزا عملي وویني او کوم ځای چي ثبوت او سزا نه وي نو د داسي خبرونو خپرول قرآن په مسلمانانو کي د فواحشو خپرولو ذریعه مقرره کړې ده.

کاشکی ! چی مسلمانان په دې غور وکړي او د فحشاء او ناروا اړیکو خبرونه نشر نه کړي ځکه کله چي خلګ دا ډول خبري اوري او بیا ویني چي سزا هم نه ورکول کیږي نو دوه لوی زیانه رامنځ ته کیږي:
 
۱: دا بې حیایی خلګو ته یو عادي کار ښکاره کیږي چي ګواګي خاص جرم نه دی ډېر کسان یې کوي.
 
۲: همدغه بې حیایی ته يې زړه مایل کیږي ځکه دی ویني چي پر دې کار سزا نن سبا نه ورکول کیږي.
 
 
په دې آیت کي دداسي خبرنو پر بې ثبوته مشهرولو باندي د دنیا او آخرت دواړو د دردناک عذاب پیدا کېدو ذکر دی د آخرت عذاب خو ظاهره ده چی د قیامت څخه وروسته به وي دلته نه سي لیدل کېدای ، مګر د دنیا عذاب خو لیدل کیږي بس پر کمو خلګو چی د قذف حد ( د تهمت سزا) جاري سوه پر دوی خو د دنیا عذاب راغلی او که څوک د حد د شرطونو د نه پوره کېدو په وجه د قذف د حد څخه محفوظ سو نو په دنیا کی خو هم فی الجمله مستحق د عذاب خو سو.

متاسفانه چي نن سبا په انټرنیټ ، موبایلو او مموري کارډو کي هم ځیني جاهلان د فحشاء او منکراتو مواد یو بل ته نشروي چي بالاخره دا په مؤمنانو کي د فحشاء او بې حیایی سبب ګرځي او ځان ته د دنیا او اخرت د عذاب دعوت ورکوي. 
 
لنډه دا چي مسلمانان باید د زنا او ناروا اړیکو او بې حیایی خبرونه ، کتابونه، لیکني،  عکسونه او ویډیوګاني یو د بل سره شریک نکړي که نه د پورته ایت مطابق به د دنیا او اخرت د عذاب مستحق ګرځي.

ماخذ: د مشهور تفسیر معارف القران څخه د زیاتونو سره
مؤلف: علامه مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه  
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته