تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مړو څخه لا هم حیا کول
 
  July 15, 2015
  0

 ليکنه: خير الله


 
حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي، چي زه به خپلي حجرې ته، چي په هغه کي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دفن و، ننوتم؛  نو ويل به مي دغه مي خاوند (د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم قبر) دی او دا مي پلار (د صدیق اکبر رضي الله عنه قبر دی). کله چي حضرت عمر رضي الله عنه له دوی سره دفن کړل سو، په الله جل جلاله دي مي قسم وي، چي زه هیڅکله بېله دې، چي کالي به مي پر ځان ښه نه وه پېچلي، خپلي حجرې ته نه تلم؛ ځکه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه مي حیاء کوله. (مشکاة)

 تاسو وګورئ! چي بهترین او پاک انسانان څومره د حجاب مراعات کوي؟! د مؤمنانو مور حضرت عایشه رضي الله عنها د خپل مبارک خاوند او پلار په شتون کي بیا هم د حضرت عمر رضي الله عنه څخه حیاء کوي؛ چي هغه هم وفات سوی دی!

 نن سبا چي فتنې اوج ته رسېدلي دي او قیامت ډېر را نژدې دی، نارینه او ښځي باید څومره زیات د ستر او حجاب پابندي وکړي؟! 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته