تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او واکمني (۲)
  تعلیم الاسلام
  October 23, 2014
  0

 

... په تېر پسې
دوهمه او وروستۍ برخه
 
ليکنه او راټولونه: حاجي نعمت الله '' شاکر''
 
د خلفاء راشدينو تعين او انتخاب 
 
 
اول : د حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  د خلافت انتخاب او بيعت :
 
کله چي د اسلام ستر پیشوا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د هجرت پر ۱۱ کال د ربيع الاول د مياشتي پر دوولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ تر زوال وروسته د ٦۳ کلونوپه عمر رحلت وکړئ، د هغه صلی الله علیه وسلم  تر وفات وروسته صحابه وو رضي الله عنهم  پخ خپل منځ کي مشورې سره پیل کړې؛ تر  څو د مسلمانانو خليفه وټاکي او د خليفه ټاکل ځکه مهم وو چي له يوه اړخه د رسول  اکرم  صلی الله علیه وسلم  د تکفين او تجهيز کار وسي او هم د مسلمانانو د تفرقې مخه ونيول سي نو ځکه ځيني مهاجر اصحاب رضي الله عنهم  لكه حضرت علي  رضي الله عنه ، حضرت طلحه  رضي الله عنه اوحضرت زبير بن عوام  رضي الله عنه  دحضرت فاطمې  رضي الله عنها  په كوركي سره راټول سول،ځيني صحابه وو رضي الله عنهم په مسجد نبوي کي غونډه وکړه، انصار صحابه  رضي الله عنهم  د بني ساعده په سقيفه (دالان )کي سره راټول سوي وو، په همدې اړه يې خبري کولي،په دې وخت کي مغيره بن شعبه  رضي الله عنه  مسجد نبوي ته راغلی او مهاجر صحابه رضي الله عنهم  يې خبر کړل، حضرت ابوبکر  رضي الله عنه ، حضرت عمر  رضي الله عنه  او حضرت ابوعبیده بن جراح  رضي الله عنه  د انصارو  رضي الله عنهم  جلسې ته ورغلل، حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  وينا وکړه تر ده ووسته ابو عبیده بن جراح  رضي الله عنه  وینا وکړه او د هغه تر وینا وروسته زید بن ثابت  رضي الله عنه  پاڅیدئ او ويې ویل : زما وروڼو ! آنحضرت له مهاجرو څخه وو او موږ يې حمايت وکړئ، اوس دي  هم آمیر د مهاجرو څخه وي موږ يې مرسته کوو.
 
  بشیر بن سعد انصاري  رضي الله عنه  هم وینا وکړه او د خبروپه جريان کي یې وویل موږ د الله  جل جلاله  او د هغه د رسول  صلی الله علیه وسلم  په اطاعت کي دغه مقام ته رسیدلي یو، نو د خلافت حق د هغه د قام يعني مهاجرو دئ .
 
تر دې وروسته حضرت ابوبکر  رضي الله عنه  حضرت عمر  رضي الله عنه  او ابو عبیده بن جراح  رضي الله عنه  معرفي کړل اوهيله يې وکړه چي حضرت عمر  رضي الله عنه  يا حضرت ابو عبيده بن جراح  رضي الله عنه  دي د خليفه په حيث وټاکل سي، خو هغو سمدستي وویل  په الله  رضي الله عنه  قسم چي ته تر موږ زیات حقدار يې، د رسول الله  جل جلاله  د هجرت ملګری يې، او هغه په خپل ژوند کي ته زموږ د امامت لپاره مقرر کړي وې ! لاس  راکړه چي لومړی موږ بیعت در سره وکړو  خو بشیر بن سعد انصاري  رضي الله عنه  ددوی څخه مخکي د ابوبکر رضي الله عنه  لاس ونیوئ، او بیعت يې ور سره وکړئ، وروسته نورو مهاجرينواو انصارو صحابه وو رضي الله عنهم  هم بيعت ورسره وکړئ .
 په سبا ورځ حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  په مسجد نبوي کي پر منبر کښيناست اوصحابه رضي الله عنهم  يو په بل پسي راتلل او بيعت يې ورسره کاوه .
 
الله رضي الله عنه  د قرآن عظيم الشان  د توبې سورت په ۴۰ آيت کي ابوبکرصديق  رضي الله عنه  درسول الله صلی الله علیه وسلم  صاحب يعني ملګری بللی دئ.
 
دوهم: د حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  د خلافت انتخاب او بيعت :
 
کله چي حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  د دوو کلونو درو میاشتو او څو ورځو خلافت وروسته  د جمادي الآخر د میاشتي  په وروستیو کي مريض سو د صحابه کرامو ستر شخصيتونه او د حل وعقد غړي يې را وغوښتل، د هغو سره يې مشوره وکړه چي دده اود ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم  رايه د حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  پر انتخاب سره متفقه سوه، بيا يې هغو صحابه وو رضي الله عنهم  ته چي دده د کور په شاوخوا کي راټول سوي وو، داسي اعلان وکړئ  : موږ عمر رضي الله عنه  خپل خليفه وټاکئ ايا تاسي په راضي ياست ؟ خلکوو وويل : هو ! دغه مطلب يې په مکتوب کي وليکئ او امر يې وکړئ چي د خلکو په منځ کي دي ولوستل سي! په دې ترتيب سره ټولو مسلمانانوحضرت عمر رضي الله عنه  د خليفه په حيث قبول کړئ (د اسلام سياسي نظام  ۵۴صفحه – ابن سعد ۱۹۹ د مسند احمد په حواله ۲/ ۱۷۷)   
 
اوخلکود حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  سره بيعت وکړئ .  (تاريخ الخلفاء جلال الدين سيوطي ص ۱۳۵ )
 
دغه بيعت تحميلي نه بلکي د حل وعقد د غړو په مشوره وو،او مسلمانانو ته د څو وجوهاتو له امله د قبول وړ وو :
 
اول : پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : که تر ما وروسته نبي وای هغه به عمر رضي الله عنه  وای (ځکه د نبوت سلسله پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  ختمه سوې ده ).  
 
دوهم : حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  يو ثابت عالم اومخکښ شخصيت وو .
 
دريم : علامه سيوطي  رحمة الله علیه  په تاريخ الخلفاء نومي كتاب كي د موافقات القرآن لآراء عمر تر عنوان لاندي مفصل او مدلل بحث كړى دئ، هغه ليكلي دي چي تر ۲۰ ځايه زيات د حضرت عمر  رضي الله عنه  د نظر او غوښتني د تائيد په اساس د قرآن كريم ايتونه نازل سوي دي. 
 
څلورم : د رسول کريم صلی الله علیه وسلم  د اولينو صحابه وو رضي الله عنهم  څخه وو.
 
پنځم : د عشره مبشره صحابه وو رضي الله عنهم  له جملې څخه وو .
 
شپږم : د حل وعقد غړو منلي وو او بيعت يې ور سره کړي وو .
 
اووم: کله چي نورو مسمانانو ته دا ابلاغ سو ټولو تائيدکړئ او چا اعتراض ونکړی .
 
درېیم: د حضرت عثمان  رضي الله عنه  د خلافت انتخاب او بيعت :
 
کله چي حضرت عمر  رضي الله عنه  د ۲۳ هجري كال د چهار شنبې په ورځ چي د ذي الحجې د مياشتي ختميدلو ته څلور ورځي پاته  وي، د ايراني ابو لؤلؤ مجوسي لخوا زخمي سو نومسلمانانو ځني وغوښتل چي خپل خليفه وټاکه، ترڅو هغه د اسلامي خلافت چاري پر غاړه واخلي! حضرت عمر  رضي الله عنه  وفرمايل : دا مسئوليت چي مي په ژوند پرغاړه اخيستي وو نه غواړم چي د مرګه څخه وروسته يې هم پر غاړه واخلم ! 
 
زه د خلافت امر هغه شپږو کسانو ته سپارم چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  د جنت زيری پر کړي وو اوهغه  صلی الله علیه وسلم  په داسي حال کي د دنيا څخه رحلت کړی دئ چي د دوی څخه راضي وو، هغه شپږ کسه صحابه  رضي الله عنهم  دادي :
 
علي بن ابي طالب  رضي الله عنه  ، عثمان بن عفان  رضي الله عنه  ، عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ، سعد بن ابي وقاص  رضي الله عنه  حضرت زبير بن عوام  رضي الله عنه او طلحه بن عبيد الله رضي الله عنه  .
 
عبد الله بن عمر  رضي الله عنه  يې هم ورسره يو ځای کړئ خو د خليفه په حيث نه بلکي هغه ته يې په رايه ورکولو کي اختيار ورکړئ چي په دغه شپږو صحابه وو کي هر چاته د رايې ورکولو حق او صلاحيت لري .
 
حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  دوی مؤظف کړل او دستور يې ورکړئ چي هر څوک وغواړي د مسلمانانو د مشورې څخه ماسوا خليفه سي هغه ووژنئ ! 
 
انس بن مالک  رضي الله عنه  روايت کړی دئ چي حضرت عمر رضي الله عنه  د وفات څخه يو ساعت مخکي ابوطلحة الانصاري رضي الله عنه ته وويل چي دانصارو صحابه ووڅخه پنځوس تنه اوهغه شپږکسان درسره ملګري کړه او ددغه شپږو پیشنهاد سوو صحابه وو ديوه په کورکي دوی راټوليږي ته او ملګري پيره پر کوئ ! تر درو ورځو پوري هيڅ څوک له دباندي څخه مه ورپرېږدئ، تر څو دوی يو آمير ونه ټاکي .( طبقات الکبری محمد بن سعد ۳جلد۳۶۴صفحه)
 
د حضرت عمر فاروق  رضي الله عنه  تر وفات وروسته ذکر سوي شپږ کسان را ټول سول، زبير بن عوام  رضي الله عنه  خپل صلاحيت حضرت علي  رضي الله عنه  ته وسپارئ ، طلحه بن عبيد الله  رضي الله عنه  خپل صلاحيت عثمان  رضي الله عنه  ته وسپارئ او سعد بن ابي وقاص  رضي الله عنه  خپل صلاحيت عبدالرحمن بن عوف  رضي الله عنه  ته وسپارئ، وروسته عبد الرحمن بن عوف  رضي الله عنه  هم تر خپل حق تېر سو.
 
حضرت علي  رضي الله عنه  او حضرت عثمان  رضي الله عنه  دواړو خپل اختيارات حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته وسپارل، تر څو په خپله رايه ددوی څخه يو تعين کړي ! عبدالرحمن بن عوف  رضي الله عنه  درې شپې او ورځي د مسلمانانو سره مشورې وکړي، په دې وخت کي ډېر خلک له حج څخه راغلي وو، عبد الرحمن بن عوف  رضي الله عنه  له هغو څخه هم مشورې واخيستي، په آخره کي دې نتيجې ته ورسيدئ چي د خلافت د تعين لپاره د ډېرو خلکو ميل د حضرت عثمان  رضي الله عنه  وخواته وو، نوعثمان  رضي الله عنه  يې د خليفه په حيث وټاکئ وروسته خلک راټول سول او دحضرت عثمان  رضي الله عنه  سره يې بيعت وکړئ  . ( د اسلام سياسي نظام  ص  :۵۶  -  شرح عقيدة الطحاوي ص : ۴۸۴ .)  
 
څلورم: د حضرت علي رضي الله عنه  د خلافت انتخاب او بيعت :
 
کله چي حضرت عثمان  رضي الله عنه  د ۳۵ هجري کال د ذو الحجې پر ۱۸مه نېټه د

 جمعې په ورځ تر دوولس کلن خلافت وروسته د (۸۲) کالو په عمر په شهادت ورسېدئ، نو
 مهاجرين او انصار صحابه کرام  رضي الله عنهم  راټول سول او د حضرت علي رضي الله عنه حضور ته ورغلل دهغه څخه يې خواهش وکړئ چي د اسلامي خلافت دنده پر غاړهواخلي،وروسته حضرت علي  رضي الله عنه  وفرمايل : داچي تاسي ډېر اصرار کوئ نو زما انتخاب باید په مسجد کي صورت ونيسي،صحابه کرام په مسجد کي راټول سول او بيعت يې ورسره وکړئ.
 
 (د اسلام سياسي نظام  ۵۷صفحه -  جولة تاريخية في عصر خلفاء الراشدين ص ۴۴۱)
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
 
لومړی برخه یې دلته لوستلای سی: اسلام او واکمني (۱)
 

سرته