تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نامحرمه هلک سره د انجلۍ اړیکي
 
  January 9, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۵۸)

نوم: حمیدالله لودین

د اوسېدو ځاى: ( مسکو روسیه )

سوال :  دنامحرمه هلک سره د نامحرمه انجلۍ یا دنامحرمه انجلۍ سره د هلک خبري څنګه دي؟ 

جواب : 

حامداً و مصلياً

د نامحرمه هلک او انجلۍ ترمنځ خبري اتري او  عاشقانه اړیکي جواز نه لري، البته دضرورت په وخت کي د ضرورت په اندازه لکه د رانیولو او خرڅولو پر  مهال د سودا خبري کول جواز لري. والله اعلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم: إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنَ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لاَ مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ الْمَنْطِقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِى وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ وَيُكَذِّبُهُ.
ژباړه: ابوهریرة رضی الله تعالی عنه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی: چي الله جل جلاله پر ابن ادم باندي یوه حصه  د زنا لیکلی ده خامخا به دی و هغه ته رسیږي. 

هغه دا چي زنا د سترګو کتل دي و هغه چاته چي و ده ته ئې کتل ناروا وي،  او زنا د ژبي خبري کول دي  د هغه چا سره چي خبري کول ورسره ناروا وي.
و في روایت والاذن زناها الاستماع. د غوږو زنا د نا محرمي ښځي اواز اوریدل دي په شهوة سره. ابوداود: ج۱، ص۳۰۹، باب ما یومر به من غض البحر.

(۲): بخاري: ج۲، ص۹۲۳، قبیل باب التسلیم والاستیذان ثلثا.

قال العلامة المحدث الشیخ انورشاه کشمیري رحمه الله: ولا بُدَّ فيه من تنبيهٍ، وهو أن السمعَ، والبصرَ، والنظرَ قد تَصِيرُ مقصورةً أيضاً، وذلك حين يَعْجَزُ عن المنتهى - أعني الزنا ... وحينئذٍ لا ريب في كونها كبيرةً.
ژباړه: اوریدل او لیدل کله کله مقصود  ګرځي که دوی و زنا ته نه ورسیږي بیا نو دغه اوریدل او لیدل کبیره ګناه ده. فیض الباري شرح صحیح البخاري: ج۴، ص۴۱۰.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته