تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا ښځه خپل ورېښتان لنډولای سي؟
 
  December 5, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۲۰۹)

نوم:وکیل احمد رښتین

سوال: ایاښځه کولای سي چي خپل وریښتیان د څټ له خوا څخه را لنډ کړي، دنارینوو په څېر که یا؟ او که ئې لنډولای سي نو څومره ئې لنډولای سي؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ښځو له پاره وریښتان زینت (ښکلا) ده، پرته له ډیري زیاتي مجبوري او ضرورت ورېښتان پریکول ورته جائز نه دي، د نارینه په څېر ځان جوړول هم ورته ناجائز دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ. بخاري: ج۲، ص۸۷۴، باب المتشبهین بالنساء والمتشبهات بالرجال. طبع قدیمي کتب خانه.
(۲): ولو حلقت المرأة رأسها فإن فعلت لوجع أصابها لا بأس به وإن فعلت ذلك تشبها بالرجل فهو مكروه كذا في الكبرى. الفتاوي الهندیة: ج۵، ص۳۵۸، کتاب الکراهیة، الباب التاسع عشر.
(۳): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۸، ص۳۲۶.
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته