تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د نوروز او مهرجان په اړه تحقیق
 
  March 10, 2016
  0
تعليم الاسلام دارالافتاء

د صادرې شميره : (٩۳۲)

نوم: فیصل

د اوسېدو ځای:  کندهار افغانستان

سوال : په اشعت اللمعات کی عبدالحق دهلوی رحمة الله علیه فرمايي چي خدای ج دوې ورورځي بدل درکړي په اخترو سره. هغه دوې ورځي معلومي نه دي چي هغه کومي دي بعضی خلک وايي چي نوروز او مهرجان دی په دې اړه که معلومات راکړئ ؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د مديني انصارو په کال کي دوې عمومي د خوښۍ ورځي درلودې، ددغو دوو ورځو په اړه ملا علي قاري رحمة الله علیه او ځني نور د حديثو شارحين وايي چي دا د نوروز او د مَني لومړي ورځ وه، او په همدا ورځ د الله تعالی رسو ل صلی الله علیه وسلم وفرمايل چي الله جل جلاله  دا ورځي د کوچني او لوی اختر په ورځو در بدلي کړې.

 د حديث څخه دا حکم ثابتیږي چي مسلمانان په ټوله نړۍ کي د عمومي خوشحالۍ دوې ورځي يعني کوچنى او لوي اختر لري او بس، البته په انفرادي ډول تر دې علاوه نوري د خوښۍ ورځي هم سته لکه واده او داسي نور...


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ. رواه ابوداود مرقاة: ج٣، ص٢٩٣، و في مرقاة وهما يوم النيروز ويوم المهرجان.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري، مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته