تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر قران لاس ایښوول او وعده کول
 
  July 21, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۰۹)


نوم:  ضيا حقمل

سوال : که چيري يو څوک دچا سره په قران کريم يعني پر قران لاس ورسره کښيږدي او وعده ورسره وکړي او بيا دى پر هغه وعده ونه خيږي نو دا بايد څه وکړئ. 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که ئې پر قران باندي صرف لاس ايښى وي او وعده ئې  د يو شي کړې وي او د الله جل جلاله د نومونو څخه ئې کوم نوم د قسم د لفظ په يادولو سره هم نه وي يادکړى نو بيا دا وعده سوه قسم نه سو لهذا پر ده باندى د قسم کفاره نسته، البته د وعدې خلاف کول هم جائز نه دي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عن ابى هريرة قال قال رسو الله صلى الله عليه وسلم اية المنافق ثلاث اذا جدث کذب واذا وعد اخلف واذا اوئتمن خان. متفق عليه. مرقاة: ج١، ص١٢٦، امدادية. 

(٢): واليمين بالله تعالى أو باسم آخر من أسماء الله تعالى كالرحمن والرحيم أو بصفة من صفاته التي يحلف بها عرفا. والحلف بحروف القسم وحروف القسم الواو كقوله والله والباء كقوله بالله والتاء. الهداية: ج٢، ص١٧٤، مکتبه حبيبية. 

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته