تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په بهرني هیواد کي ږیره خریل
 
  July 10, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٩۹)

نوم: احسان الله شينوارى
                                                       
سوال:  زه د غربي نړۍ په اطريش هيواد کي اوسېږم دلته ما ږيره  خريلې ده، خو دلته په ږيره کومه پابندى نسته البته د ږيري والا انسان ته په ښه سترګه نه ګوري، نو زما د ږيري خريل شرعي عذر لري او که نه؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په ياد سوي صورت کښي دا هيڅ شرعي عذر نه دى، مسلمان چي په هر ملک کي اوسیږي د ږيري خريل ورته جائز نه دى، د کافرانو خوښي او نا خوښي ته مه ګورئ، بلکي هغه شکل او صورت اختيار کړي چي الله عزوجل او د الله عزوجل  رسول صلى الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره خوښ کړى دي. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ أَحْفُوا الشَّوَارِبَ وَأَوْفُوا اللِّحَى. الصحيح للامام مسلم: ج١، ص١١٩، باب خصال الفطر، طبع قديمي.
(٢): ولأن حلق الشعر في حقها مثله كحلق اللحية في حق الرجال. هداية: ج١، ص٢٣٦. مکتبة: حبيبيه. 
(٣):لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق ولذا يحرم على الرجل قطع لحيته. الدرالمختار: ج٥، ص٢٨٨، مکتبة رشيديه. 
(٤): ڈاڑهى کا مونڈنا مُثله ہے مردوں کے حق ميں اور مُثله حرام ہے، پس ڈاڑهى مونڈنا حرام ہے. فتاوى محموديه: ج١٩، ص ٤٠٩ للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)  و کذا احسن الفتاوى: ج٦، ص١٧- ١٨. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ، مولوي سيدعبدالباري و مولوي رفيع الله ارغندابى
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته