تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو عجیبه اشتهار، مګر عبرتناک!
 
  May 20, 2013
  0
رالېږونکی: نذیر احمد

ټکټ: مفت

سیټ: یقیني

اهلیت او شرائط: 

نوم: عبدالله ابن آدم

عرف: انسان

قومیت: مسلمان

پته: د ځمکي مخ

د سفر تفصیلات: تلل د دنیا څخه د آخرت په لور

د سفر دوران: د څو لمحو لپاره په ځمکه کښي دوه میتره کښته قیام

ضروري هدایات: ټولو مسافرو ته درخواست دی چي خپل خیال کښي دي هغه خلک راولي، کوم چي د دوی څخه مخته د آخرت په سفر تللي دي. همدارنګه ستاسو فکر باید هر وخت د جهاز د مسؤل حضرت عزرائیل (علیه السلام) په طرف وي، د نورو تفصیلاتو لپاره هغه ضروري هدایات په غور سره ولولئ کوم چي په قران کریم او د رسول کریم صلی الله علیه وسلم په سنتو کي درج دي. که په دې سلسله کښي څوک څه سوالونه کول غواړي نو د علماء کرامو څخه دي پوښتنه وکړئ. 
 
د پرواز په دوران کي به د اکسېجن د کمۍ په صورت کښي د اکسېجن ماسک نه راغورځول کیږي، بلکه ټولي پردې به د سترګو له مخي نه لري شي او یقیناً چي بیا به تاسو د هر قسم اکسېجن نه بې پرواه سی.

د لاري توښه: هر مسافر د ځان سره څو میتره ټوکر او لږ اندازه پنبه وړلای سي، لیکن هغه سامان چي په مېزان کښي به تلل کیږي، هغه به نېک اعمال، صدقه جاریه، نېک اولاد او هغه علم وي د کوم څخه چي نور خلک فایده اخلي.

ټولو مسافرو ته درخواست دی چي د پرواز لپاره هر وخت اماده اوسي. په دې سلسله کښي روزانه پنځه وخته جومات ته حاضري ډېره ګټوره ده. ستاسو لپاره بیا عرض دی چي سیټ درته ټاکلی سوی دی او په دې باره کښي د څه فکر ضرورت نسته.

امید دی چي تاسو به د سفر لپاره اماده یاست او موږ تاسو ته په دې مبارک سفر کښي هرکلی وایو، زموږ دعاګاني له تاسو سره دي، الله تعالی (جل جلاله) مو مل شه.  
 

ماخذ: خورې ملغلري
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته