تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: رسامي د اسلام له نظره څنګه ده؟
 
  April 25, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (٤٥٥)

نوم: فرهاد

سوال : رسامی د اسلام له نظره څنګه دی.

جواب : 

حامداً و مصلياً

رسم پر دوه ډوله دى:

(۱): د  ذي روح  (روح لرونکي) شي رسمول.
(۱):  او بل  د  غير ذى روح شي رسمول.

 د ذى روح حيوانانو او انسانانو رسم جوړول سخت حرام دى او ګناه کبيره ده (١) . 
 
او له دې لاري  پيسې لاس ته راوړل هم حرامي دي (٢)  ، نبى کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: د الله په نزد تر ټولو سخت عذاب د انځور ګرانو  (رسم جوړونکو ) دى (٣) ، همدا ډول په بل حديث کي داسي فرمائي: هغه کسان چي دا تصويرونه  جوړوي هغوی لره د قيامت  په ورځ عذاب ورکول کیږي  او ورته وبه ويل سي  دا چي تاسي جوړ کړي دي را ژوندي يې کړئ (٤).

 که څه هم دغه انځور ګري په قلم وي یا په خټو وي، یا په کيمره وي او يا بل داسي شي سره وي (۵)، ځکه چي په رسم جوړولو کي د الله جل جلاله سره د هغه په صفت ِخلق کي د شراکت دعوه راځي او د الله  جل جلاله نقل کول دي او داسي نور.

البته د غير ذي روحو شيانو رسم جوړول (چي روح ونه لري) جمهورو فقهاؤ  جائز بللي دي(٦).

جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال أَصْحَابُنَا وَغَيْرُهُمْ من الْعُلَمَاءِ تَصْوِيرُ صُوَرِ الْحَيَوَانِ حَرَامٌ شَدِيدُ التَّحْرِيمِ وهو من الْكَبَائِرِ لِأَنَّهُ مُتَوَعَّدٌ عليه بهذا الْوَعِيدِ الشَّدِيدِ الْمَذْكُورِ في الْأَحَادِيثِ . بحرالرائق: ٢جزء الثاني ، ص٢٧، طبع رشيديه وبيروت .ايضًا عمدة القاري شرح صحیح البخاري: باب ما يفسيد الصلوة ومايکره فيها ،  ج١١ ، ص٧٠ ، دارالفکر جزء ٢٢ . 
(٢): جواهر الفقه: ج٧ ، ص٢٣١ ، تصوير کے شرعي احکام ، الخ .
(٣): عن مسروق قال سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ .
بخاري: ج٢ ، ص٨٨٠ ، باب عذاب المصورين، طبع قديمي. 
(٤): أَنَّ عَبْدَ اللهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَخْبَرَهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : إِنَّ الَّذِينَ يَصْنَعُونَ هَذِهِ الصُّوَرَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُقَالُ لَهُمْ أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ. البخاري: ج٢ ، ص٨٨٠ ، باب العذاب المصورين يوم القيامة، طبع قديمي
(٥): ويستفادمنه ان لا فرق في تحريم التصوير بين آن تکون الصورة لها ظل اولا ولا بين ان تکون مدهونة اومنقوشة او منقورة  او منسوجة. فتح الباري: ج١٠ ، ص٤٠٣ ، کتاب اللباس طبع دارالريان ايضًا العيني المسمي بعمدة القاري: ج١١ ، جزء٢٢ ، ص٧٠ . 
(٦): وأما ما ليس فيه صورة حيوان كالشجر ونحوه فليس بحرام وسواء كان في هذا كله ما له ظل وما لا ظل له. عمدة القاري: ج١١ جزء ٢٢ ، ص٧ . 
(۷): وايضًا الجواهر الفقه للمفتي الاعظم علامه محمد شفيع رحمة الله علیه: ج٧ ، ص٢٣١، طبع دارالعلوم کراچي.
(۸): و ايضًا فتاوي محموديه: ج١٧ ، ص١١٤.
(۹): و آپ کے مسائل اور ان کا حل: ج٨ ، ص٤٧٠- ٤٧١ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته