تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنت زياتره استوګن به څوک وي؟
 
  February 6, 2013
  0
رالېږونکی: نصيب الله ژمن 

عبدالله بن مسعود رضى الله تعالى عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل :تاسي په دې راضي نه ياست چې د جنت څلورمه برخه به تاسې اوسئ؟ موږ د الله تعالى لويي ادا کړه (فکبرنا)

بيايي وويل ايا په دې خوښ نه ياست چې د جنت درېيمه برخه به تاسې ياست؟ موږ د الله تعالى لويي ادا کړه.

بيايې وويل زه اميد لرم چې تاسې به د جنت نيمايي برخه تشکيلوی او ژر ده چې ددې په معنی مو پوه کړم .

بيا يي وويل :مسلمانان به د کافرانو په مقابل کي داسي وي ، لکه سپين ورېښته په تور غويي کې ، يا تور ورېښته په سپين غويي کې .

بريده د حصيب زوى وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ټول جنتيان به ١٢٠ صفونه وي ، چې ٨٠ اتيا صفونه به له دې امت څخه وي.

دا حديث دامام احمد بن حنبل رحمة الله عليه او امام ترمذي رحمة الله عليه په شرط صحيح دى .

ماخذ : جنت 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته