تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په ناخبرۍ سره مور ناراضه کول
 
  January 25, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٢۵۷)


نوم: خليل احمد
 
سوال : د مور خو ډېر زيات حق دى خو که يو کس يو کار وکړئ چي دى په دې سل فيصده متميئن وي چي په دې کار زما مور نه خپه کېږي او نوموړي د مور ډېر احترام لري خو مور يې په هغه کار خپه سي ايا دغه  دمور خپګان د زوي لپاره ګناه ده او که څنګه په داسي حال کي چي نوموړي زوى هيڅ کله نه غواړي چي د مور بي احترامي وکړئ او يا هغه خپه کړئ  ؟

جواب : داسي کار کول چي ته پرې ډاډه يې چي زما مور په دې کار نه خپه کیږي ، خو بياهم هغه خپه او ناراضه سي ته نه پرې ګناهکاره کېږې ، او ته مسئول نه يې ځکه چي الله جل جلاله هر نفس د خپله وسه او توان ترحده مکلف ګرځولى دى لکه څنګه چي په ایت شریف کي ذکر سوي دي:( لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ) (۱)

په دې شرط چي هغه کار مباح کار وي هغه کار بالذات ګناه او معصيت نه وي بله خبره داده چي ته هم بايد په راتلونکي کي د خپلي مور مزاج وپيژنې او داسي جائز کار ترسره کړې چي مور دي  خوشحاله سي ځکه چي د الله جل جلاله خوښي او رضا د مور او پلار په رضا او خوښي کي ده .

جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت البقرة  ايت ١٨٦ ، معارف القران ج١ ، ص٦٩٦ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته