تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا جهري (په لوړ ږغ) ذکر رواه دی؟
 
  December 19, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣١٠)

نوم: علي احمد  
                                                                                      
سوال : ايا جهري ذکر په اسلام کي روا دى او که نه ؟

جواب :

حامداً  و مصلياً

د جهري ذکر په اړه هم احاديث راغلي دي او په سري  باندي هم. بيا ردالمحتار د احاديثو تطبيق (١) د فتاوي خيريه په حواله داسي کړي دي : ذکر خفي افضل دى په داسي ځاي کي چي بېره د ريا وي او و لمونځ کوونکو او خوب کوونکو ته تکليف ورکوي او جهر افضل دى په هغه ځاي کي چي ددغو شيانو څخه خالي  وي، مراد د ذکر څخه د الله الله ويل دي په ډېر ادب او احترام سره او هاها هوهو اوازونه او تر خوله ځګان غورځول او بې هوښه کېدل هغه ته ذکر نه ويل کيږي او د ښځو جهري ذکر مطلقًا ناجائز دى . 
 



کتبه: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) وَالْجَمْعُ بَيْنَهُمَا بِأَنَّ ذَلِكَ يَخْتَلِفُ بِاخْتِلَافِ الْأَشْخَاصِ وَالْأَحْوَالِ كَمَا جُمِعَ بِذَلِكَ بَيْنَ أَحَادِيثِ الْجَهْرِ وَالْإِخْفَاءِ بِالْقِرَاءَةِ وَلَا يُعَارِضُ ذَلِكَ حَدِيثُ " { خَيْرُ الذِّكْرِ الْخَفِيُّ } لِأَنَّهُ حَيْثُ خِيفَ الرِّيَاءُ أَوْ تَأَذِّي الْمُصَلِّينَ . ردالمحتار،ج۱ ،ص۴۸۸- رشیدیة. مطلب في رفع الصوت بالذکر وکذا في فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج٢، ص٢٢١، سوال نمبر١٢٥.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته