تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله واقعات
 
  May 1, 2016
  0

رالېږونکی: سبحان احمد شفيق

 (١) ابو نعيم رحمه الله په صحيح سند سره ويلي دي چي يوه ورځ رباح بن عبيد وليدل چي حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله علیه لمانځه ته روان دى او له هغه سره يو بډا سړی د هغه لاس نيولى او ورسره روان دى. کله چي هغه د لمانځه څخه فارغ سو او خپل کورته راغلى، نو رباح ترې پوښتنه وکړه چي هغه بوډا سړی څوک وو، چي پر تاسي يې ځان تکيه کړى او روان وو؟ حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله علیه چي واورېدل، په حيرانتيا سره يې وويل: ښه هغه تا هم وليدى، ته هم يوصالح سړی يې، تاته يې په ويلو کي هيڅ خبره نسته، هغه خضرعليه السلام وو، چي ما ته د محمدي امت د حال احوال پوښتلو او د عدل او انصاف د تلقين کولو لپاره راغلى وو.

(٢) موسى بن اعين وايي چي موږ په کرمان کي رمې څرولې، څيرونکي حيوانات به زموږ له وزو سره يوځاى څرېدل او څه ضرر به يې نه ورته رسوى، يوه ورځ يو لېوه زموږ يوه وزه وتښتوله، ما په همغه ورځ وويل چي نن په يقيني ډول صالح خليفه وفات سوی دى، تر پوښتني وروسته څرګنده سوه چي حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله علیه په همغه ورځ وفات سوى وو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته