تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له مطالعې څخه مخکي اړیني کړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 5, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له مطالعې څخه مخکي اړیني کړني


کله چي ستړي او ستومانه یاست؛ نو مطالعه مه کوئ. 


۲ : له مطالعې مخکي لږ بدني نرمښت، تاسو په درس باندي پوهېدلو له پاره چمتو  کوي.


۳ : خپل کاري وسایل مخکي له مخکي چمتو کړئ.


۴ : د مطالعې له پاره هغه کوټه چمتو کړئ، چي شور ماشور پکښي وانه ورېدل شي.


۵ : ځان عادت کړئ، چي سهار وخته له خوبه را ویښ شئ،  لږ نرمښت وکړئ او وروسته مطالعه پیل کړئ.


۶ : کله چي اندېښمن یاست؛ نو مطالعه مه کوئ، لومړی خپله اندېښنه لري کړئ، بیا مطالعه وکړئ.


۷ : د درندو خوړو له خوړلو وروسته مطالعه مه کوئ.


۸ :  هر کله مو چي داسي احساس وکړ، چي د مطالعې له پاره انګېزه نه لرئ؛  نو د څو شېبو له پاره، په خپل ژوند کي خپلي موخي او مسؤولیتونه یو ځل بیا بررسي کړئ او د خپلو پخوانیو موخو په لومړیتوب او د پروګرامونو په طرحه باندي مرور وکړئ.


۹ : د مطالعې پرمهال ټلویزیون مه ننداره کوئ.


۱۰ : داسي پروګرام جوړ کړئ، چي سخته او آسانه درسونه سره مله کړئ.


۱۱ :  که چيري د مطالعې په سمه تګلاره باندي نه پوهېږئ، نو په دې برخه کي له پوه کسانو څخه پوښتنه وکړئ.


۱۲ :  له هغه چانس څخه، چي په واک کي یې لرئ، وکولای شئ، د هغو پاڼو د حجم له مسؤولیت څخه را بهر شئ، کومي چي د مطالعې له پاره مو ټاکلي دي.


۱۳ : داسي پروګرام طرحه کړئ، چي وکولای شئ، د مطالعې وړ د ګټورو ساعتونو کچه مشخصه کړئ او د مطالعې له پاره د اړینو پاڼو شمېر د پروګرام له طرحې سره سم او د شته ساعتونو له کچي سره وټاکئ.


۱۴ : داسي پروګرام جوړ کړئ، چي له مطالعې مخکي د مطالعې له پاره درسونه د هغوی د ارزښت او اړتیا پر بنسټ تنظیم کړئ، ترڅو په پیل کي مهم او سخت درسونه ولوستل شي.


۱۵ :  د هغو افکارو او احساساتو ګوښه کول، کوم چي د مطالعې د پیل کولو په مخکي خنډ ګرځي، د کاغذ پرمخ  یاد داښت کړئ او هغه افکار هم یاد داښت کړئ، کوم چي د مطالعې پرمهال د مطالعې په وړاندي خنډ جوړه وي، ترڅو په یوه مناسب وخت کي د هغو په اړه فکر وکړئ، اړینه نه ده، چي دا افکار او احساسات په مفصله توګه ولیکئ؛ بلکي بسنه کوي، چي په یوه یا دوو جملو کي یې ولیکی.


۱۶ :  داسې پروګرام جوړ کړئ، چي د مطالعې ستونزي د آزمویني شپې ته را ټولي نه شي.


ماخذ: د موضوع شننه له کتاب څخه  

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته