تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر الله تعالی باندي ښه باور او ګمان کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 23, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پر الله تعالی باور او ګمان کول د مسلمان مکلفيت او مسئوليت دی


پر الله تعالی باندي د ايمان غوښتنه داده، چي هر مسلمان بايد پر الله تعالی باندي ښه ګمان ولري، چي هغه جل جلاله د مسلمان لپاره د خير اراده لري، که د مسلمان مصيبت اوږد هم سي، مسلمان دي نه مايوس کيږي، لکه د يعقوب عليه السلام څخه يوسف عليه السلام تر شل کاله زيات وخت ورک وو، دا بل کوچنی زوی ئې هم دادی له لاسه ووتی؛ خو هغه مايوس نه سو، بلکي زامنو ته ئې وويل: ښايي الله تعالی ټول بيرته راته راولي(عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعاً). 


دا به ومنو، چي د يعقوب عليه السلام کوچنی زوی خو ژوندی او د مصر د حکومت سره دی، خوشي کيدل او راتلل به ئې ممکن وه؛ خو دلته د يعقوب عليه السلام قوي ايمان ته انسان حيرانيږي، چي تر شل زيات کلونه يوسف عليه السلام ورک دی، هيڅوک ئې د ژوند درک نلري او د هغه سره سره يعقوب عليه السلام وايي، چي زه الله تعالی ته جميل صبر کوم، ښايي الله تعالی ټول بيرته راته راولي.( فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعاً) نو مسلمان ته پکار ده، چي د هر څونه درانه مصيبت پر وخت بيا هم الله تعالی ته پوره طمع ولري، چي هغه ئې مصيبت اسانولای سي، لکه څنګه چي د‌ يعقوب عليه السلام مصیبتونه دفع سول.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته