تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2022
  0

لیکنه : علی الله متوکل / تعلیم  الاسلام ویب پاڼه 


د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟


د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي: 


-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم


د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!


-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.


-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.


-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم.


-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.


-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.


#یادونه: پنجشنبه ماخستن ئې شپه ده، دعا وغواړی او جمعه سهار ئې ورځ ده، روژه ونیسئ؛ د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو


#دوهمه_یادونه: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته