تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ناوړه القابوسره ديو چا یادونه کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ناوړه او ناخوښه القاب کومو چي په خلګو کي شهرت موندلي دی، دهغه تشهیر کول، او يوڅوک په القابو سره بلل، یایي تر شا په ناوړو القابو سره یادونه کول. سخته کبیره ګناه ده.لکه کوڼ، پک، ړوند او داسي نور.


هو !که دیو چا لقب ودي درجي ته رسیدلی وي چي  دهغه نه ماسوا نه پیژندل کیږي، نو دمجبوري له كبله دهغه یادونه کول د اړتیا په وخت جايزدي.


په عامه حالاتوکي (يعني چي اړتیا نه وي) په هغه لفظ سره بیان کول یا خطاب کول ګناه ده.


په قرآن کریم کی راغلي دي:
" وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ." (۱۱_ الحجرات)


"اومه غواړي تاسي یو تر بله په بد نومونو او القابو سره"


حضرت امام نووي (رحمه الله تعالی )په «کتاب الاذكار»کي ویلي چي  دامت علماء پردي متفق دي چي، يو څوک په داسي لقب سره یادول کوم چي هغه يي نه خوښوي، حرام دي. برابره خبره ده چي په ده کي دهغه دذات کوم صفت بیان شوي وي یا دهغه دمور پلار او دنورو ... (زواجر، ۳ټوک ،۱۸ مخ).


دغه کبیره ګناه هم دهغو بي خونده ګناهونو څخه ده چي، نه پکښي کومه ګټه شته، نه ددنیا کومه اړتیا باندي ولاړه ده ، خو موږ دغفلت او لاپروايي له امله په خپلو ځانونو ظلم کوو. (نعوذ بالله منه)


(۱) دځيني القابو استثناء


دبعضي خلګو داسی نومونه مشهور شوي دي کوم چي په خپل ځان کي بد دي خو ، هغوی پرته له دي لفظ، نه ، نه پیژندل کیږي. نو هغه په دغه نامه سره یادول د علماؤ په اتفاق سره جایز دي. په دي شرط چي  د ذکر کوونکي مقصد دهغه تحقیر و تذلیل نه وي لکه د بعضي محدثينو دنومونو سره اعرج يا احدب مشهوره دي. 


ماخذ : بي خونده گناوي


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته