تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قدرت اړوندیو څو خبرې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱.  بخښنه قدرت ته ښایست ورکوي.


۲.  یوازي د الله (جل جلا له) دوستان دي، چې په قدرت له مغروره کیږي.


۳. د باچا سرلوړي په قدرت، او د پوهانو سرلوړی په پو ه سره ده .


۴. د قدرت څخه ښه ګټه اخیستل خدمت، أو بده گټه اخيستل خیانت دئ.


۵. ځوانمرد او اصیل سړی چې وعده وگړي وفا باندی کوي ، او کله چي قدرت پیدا کړي، نو د دښمن د تېروتنو څخه تېریږي.


۶ .  هیڅ قدرت همېشنی نه دئ.


۷. الله(جل جلا له) خپل طاقتمن بنده خوښوي.


۸.  د قدرت په وخت بخښنه کول ځوانمردي، او د ضعف په حالت کي قرباني ده.


۹. قدرت هغه وخت نتیجه ورکوي چي د ایمان سره ملگری وي.


۱۰. د هر چا چې د جزا ورکولو قدرت ډېر وي، دهغه څخه عفوه هم ډېره ښه وي.


۱۱. مبارزه ده چي قدرت منځته راوړي، نه استراحت.


۱۲. بېله علمه قدرت د هلاکت اساس دئ. او که د علم سره یوځای سی بیاد خیر و برکت چینه ده.


۱۳. څنګه ښه دئ ! چي سړی قدرت ولري او د هغه څخه و مسلمانانو ته په ګټه رسولو کي استفاده وکړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته