تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستاینه او واقعیتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 26, 2021
  0

 

 


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


جنګيالی مجاهده! دا ستا د قربانۍ، ستړيا او جګړې نتيجه وه چي نړۍ درته حيرانه سوه او د وخت تر ټولو لوی زبرځواک دي په سوچه زور د خپل هيواد څخه وايستی. ستا د اتلولۍ څخه به هغه څوک انکار کوي چي د عقل د نه شتون له کبله يې بشري احساس ختم سوی وي.

 

فرهنګي مبارز مجاهده! دا ستا ده فرهنګي مبارزې نتيجه وه چي ټولي نړۍ ته دي په تبليغاتي ډګر شکست ورکړ او په ډېرو لږو امکاناتو دي د مسلمانانو او مجاهدينو آواز او بريا د ټولو نړيوالو تر غوږو پوري ورسول، کفارو د تبليغاتي جګړې لپاره ډېر لګښتونه وکړه او ډېر پلانونه يې عملي کړه خو په فرهنګي مبارزه کي ستا تعهد او اخلاص دوی ته داسي ماته ورکړه چي دوی هم اوس ځان ته حيران دي. ستا د مبارزې څخه هغه څوک انکار کوي چي د انساني شعور د نه شتون له کبله په فکري انحراف باندي اخته وي.

 

په دفتر او سیاسي ډګر کي مشر مبارزه! دا ستا د سیاسي بصیرت او په اسلامي سیاست کي د کمال نتیجه وه چي اسلامي امارت دي په نړۍ باندي ومنی، پداسي حال کي چي ټوله نړۍ یوه خوا ته وه او ته بله خواته وې خو تا میدان ورڅخه وګټی او په دیپلوماتیک ډګر کي داسي وځلېدلې چي نړیوال ټول درته حیران دي. ستا د جهاد او خدمت څخه هغه څوک انکار کوي چي اسلامي سیاست نه پیژني او په سیاسي انحراف باندي اخته وي.

 

په ښارونو کي اوسېدونکې مبارز عالمه! ستا فکري مبارزه دومره مهمه وه چي د کفر په زړه کي دي د اسلام او جهاد داعيه اوچته وساتل او د لاسپوڅي نظام تر واک لاندي سيمو کي دي د مسلمانانو عقيدې، ديني مدرسې او اسلامي باورونه په ډېري ميړاني سره خوندي کړه؛ دا ستا د مبارزې برکت وو چي په ښارونو کي ديموکراسي د خاورو سره خاوري سوه، دا ستا د مبارزې برکت وو چي د ښارونو څخه په جوپو جوپو ځوانان د جهاد په عملي صف کي ودرېدل، دا ستا د مبارزې برکت وو چي په ښارونو کي د ننه په فکري اوسياسي برخو کي لاسپوڅي نظام خپله روحيه وبايلل او دا ستا د مبارزې برکت وو چي د ښارونو خلګو مجاهدينو ته ډېر ښه راغلاست ووايه او په ډلوډلو دولتي عساکر د مجاهدينو سره يوځای سوه. ستا د خدمت څخه هغه څوک انکار کوي چي دديني احساس د نه درلودلو له کبله د جهاد په مفهوم باندي خبر نه وي.

 

اتل او قهرمان ولسه! دا ستاسو صبر، تحمل او ميړانه وه چي په خپلو کورونو کي مو مجاهدينو ته ځای ورکړ، هغوی مو وساتل او په هره برخه کي مو د هغوی مليتا وکړه د مجاهدينو د بريا سبب دوه شيان سوه: د الله مرسته او ستاسو ملتيا. ستاسو د ميړاني څخه هغه څوک انکار کوي چي عقل يې له لاسه ورکړی وي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته