تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانګړي نصیحتونه
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 11, 2021
  0

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانګړي نصیحتونه 


لیکنه: عبدالرحیم راشد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

دلته غواړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خاص وصیتونه یا لارښوونې درسره شریکې کړو چې په وخت په وخت یې صحابه کرامو ته کړي دي.

۱ : د رسول الله   صلي الله عليه وسلم وصیت  حضرت أبو ذر غفاري رضي  الله عنه ته*

 

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: ” أَوْصَانِي خَلِيلِي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِسَبْعٍ: بِحُبِّ الْمَسَاكِينِ، وَالدُّنُوِّ مِنْهُمْ، وَأَنْ أَقُولَ الْحَقَّ وَإِنْ كَانَ مُرًّا، وَأَنْ أَصِلَ الرَّحِمَ وَإِنْ أَدْبَرَتْ، وَأَوْصَانِي أَنْ لَا أَسْأَلَ النَّاسَ شَيْئًا، وَأَنْ أَنْظُرَ إِلَى مَنْ هُوَ دُونِي وَلَا أَنْظُرُ إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقِي، وَأَنْ لَا أَخَافَ فِي اللَّهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ، وَأَنْ أُكْثِرَ مِنْ قَوْلِ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ كُنُوزِ الْجَنَّةِ. (رواه: المعجم الصغیر لطبراني ،ج:۲،ص:۴۸،رقم :۷۵۸)

ژباړه: د ابو ذر رضي الله عنه   څخه روایت دی،دی فرمايي: چي زما دوست (رسول الله صلي الله علیه وسلم) ماته ، په اوو (۷) شیانو  سره وصیت وکړ:

۱: د مسکینانو سره په محبت کولو سره او دوی  ځانته په رانږدې کولو سره.

۲:   په حقه  وینا کولو سره ،که څه هم ترخه وي.

۳:  په صله رحمي کولو سره ،که څه هم دوی  دي له ځانه لیري کوي.

۴:  د خلکو څخه د هیڅ شي  په نه غوښتلو سره .

۵:  د ځان څخه  کښته ته په کتلو  ، او د ځان څخه   لوړ ته په نه  کتلو سره .

۶:  د الله عزوجل   په لاره کي د خلکو څخه په نه وېرېدولو سره .

۷:  او په دې يې وصیت راته وکړ،چي ته  دا قول « لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ » ډېر،زیات  وایه، ځکه دا د جنت د خزانو څخه یوه خزانه ده.

۲ـ په بل روایت کې راځي چې رسول الله   صلي الله علیه وسلم حضرت أبو ذر غفاري رضي الله عنه ته دا وصیتونه وکړه:* 

 

عَنْ أَبِي ذَرٍّ قَالَ: دَخَلْتُ عَلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَ الْحَدِيثَ بِطُولِهِ إِلَى أَنْ قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَوْصِنِي. قَالَ: ” أَوْصَيْتُكَ بِتَقْوَى اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، فَإِنَّهُ أَزْيَنُ لِأَمْرِكَ كُلِّهِ ” قُلْتُ: زِدْنِي. قَالَ: ” عَلَيْكَ بِتِلَاوَةِ الْقُرْآنِ، وَذِكْرِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، فَإِنَّهُ ذِكْرٌ لَكَ فِي السَّمَاءِ وَنُورٌ لَكَ فِي الْأَرْضِ ” قُلْتُ: زِدْنِي، قَالَ: ” عَلَيْكَ بِطُولِ الصَّمْتِ، فَإِنَّهُ مَطْرَدَةٌ لِلشَّيْطَانِ، وَعَوْنٌ لَكَ عَلَى أَمْرِ دِينِكَ ” قُلْتُ: زِدْنِي. قَالَ: إِيَّاكَ وَكَثْرَةَ الضَّحِكِ، فَإِنَّهُ يُمِيتُ الْقَلْبَ، وَيَذْهَبُ بِنُورِ الْوَجْهِ ” قُلْتُ: زِدْنِي. قَالَ: ” قُلِ الْحَقَّ، وَإِنْ كَانَ مُرًّا ” قُلْتُ: زِدْنِي. قَالَ: ” لَا تَخَفْ فِي اللهِ لَوْمَةَ لَائِمٍ ” قُلْتُ: زِدْنِي. قَالَ: ” لِيَحْجِزْكَ عَنِ النَّاسِ مَا تَعْلَمُ مِنْ نَفْسِكَ ” (رواه شعب الایمان برقم /۴۵۹۲)

 

ژباړه: د حضرت ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی ،  فرمايي:زه  پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته ورغلم ، د ډېر اوږد حدیث  د بیانولو  وروسته ابو ذر رضي الله عنه  وویل:ای د الله رسوله ! ماته وصیت وکړه؟

 

پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي زه تاته وصیت کوم د الله جل جلا له څخه په وېرېدلو سره، بې شکه دا وېرېدل( تقوا)  به ستا هر کار ته ښایست ورکړي.

 

بیا مي وویل: یو څه زیات وصیت راته وکړه ؟

 

پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: خپل پر ځان   د قرآنکریم تلاوت او د الله جل جلاله  ذکر  لازم کړه، بې شکه دا به ستالپاره په اسمانونو یادونه او په ځمکه کي  به ستا لپاره نور به وي.

 

بیا مي وویل:چي یو څه زیات وصیت راته وکړه؟

 

نو پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:چي اوږده چوپتیا غوره کړه، بې شکه دا شیطان شړی اودا به  په  دیني کارونو ستا لپاره مرسته کونکی وي .

 

بیا مي وویل: چي نور وصیت هم راته وکړه؟

 

پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د زیاتي خنداڅخه ځان وژغوره، بې شکه دا(د غفلت خندا) زړه وژني او د مخ نور ختموي.

 

بیا مي وویل:چي د دې زیات وصیت راته وکړه؟

 

پيغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: حقه وینا کوه ،که څه هم ترخه وي.

 

بیا مي وویل :چي یو څه نور وصیت هم راته وکړه ؟

 

پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د الله جل جلاله په اړه (دیني اعمالو کي) د چا د ملامتیا څخه مه وېرېږه.

 

بیا مي وویل:چي ددې څخه څه زیات وصیت راته وکړه؟

 

پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل:ځان وساته له دې  د خلکو  د عیبونو په اړه کوم باندي چي ته خبر یې.

 

۳ : د رسول الله   صلي الله علیه وسلم وصیت  حضرت أبو هریره رضي الله عنه ته*

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: أَوْصَانِي خَلِيلِي بِثَلاَثٍ لاَ أَدَعُهُنَّ حَتَّى أَمُوتَ: «صَوْمِ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَصَلاَةِ الضُّحَى، وَنَوْمٍ عَلَى وِتْرٍ»(بخاری،ج:۲،رقم۱۱۷۸)

 

ژباړه: د ابو هریره رضي الله عنه  څخه روایت دی،  چي زما دوست (نبي کریم صلي الله علیه وسلم  ) په دریو(۳)  شیانو  وصیت  راته وکړ،  تر مرګه به يې زه پرېنږدم:

 

۱: د هري میاشتي څخه درې روژو (د ایام بیض روژې) نیولو سره.

 

۲: د څاښت لمونځ کولو سره .

 

۳: په وترو باندي خوب کولو سره( وتر ځنډول بیا د تهجد لمانځه سره ادا کول)  .

 

۴__د رسول الله صلي الله علیه وسلم  وصیت  حضرت أبو الدرداء رضي الله عنه  ته*

 

عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: أَوْصَانِي خَلِيلِي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ: «لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ شَيْئًا، وَإِنْ قُطِّعْتَ وَحُرِّقْتَ، وَلَا تَتْرُكْ صَلَاةً مَكْتُوبَةً مُتَعَمِّدًا، فَمَنْ تَرَكَهَا مُتَعَمِّدًا، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ، وَلَا تَشْرَبِ الْخَمْرَ، فَإِنَّهَا مِفْتَاحُ كُلِّ شَرٍّ»

 

مصابیح التنویر علی الصحیح الجامع الصغیر ،ج:۲،ص:۵۵،رقم: 7339)

 

ژباړه: د ابوالدرداء رضي الله عنه   څخه روایت دی،  چي زما دوست (نبي کریم صلي الله علیه وسلم)  ما ته  وصیت وکړ، ( په دغه  لاندي اعمالو باندي):

 

۱: د الله تعالی سره هیڅ شریک مه نیسه ، که څه هم  پرې، پرې  یا و سوځول سې.

 

۲: په قصده سره  فرضي لمونځ مه پرېږده،  که چا په قصد سره پرېښود، د الله عزوجل له ذمې څخه ووتی.

 

۳: شراب مه څښه ، ځکه شراب د  ټولو بدو کارونو کیلي ده.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته