تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت ابوبکر صدیق(رض)اکثره ویناوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 29, 2020
  0

دحضرت ابوبکر صدیق(رض)اکثره ویناوي

 

راټولونکي : عبدالوارث /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

                                                                          

۱: ابوبکر (رض)خطبه ویله: په خپله خطبه کي يې وویل: ای خلکو حیا‌‌‌ء وکړیُ، والله زه چي د انساني حاجت لپاره ووزم د خدای(ج) څخه د حیاءله امله خپل سر پټوم.


۲:ابن عینیه وویل: ابوبکر چي به چاته تسلي (تعزیه ) ورکول نو ورته وبه يې ویل: د صبر سره غم نسته په بې صبرۍ کي ګټه نسته مرګ تر ژوند اسانه دی خو وروسته سخت دی.


۳:تاسي یاد کړی چي پیغمبر(علیه السلام) څنګه ولاړی، په دې به ستاسو غم سپک سي او الله(ج) به تاسو ته لوی اجر درکړي.


۴:القاسم وویل: یو سړی ابوبکر ته راوستل سو د خپل پلار څخه تښتېدلی وُ ابوبکر وویل: پر سر يي ووهيُ په سر کي يي شیطان دي.


۵:حضرت عمر وویل: ابوبکر فیصله وکړه چي عاصم بن عمر بن الخطاب دې د خپلي مور سره سي ، ماته يي وویل: دده لپاره د خپلي مور بوی، (بویول) او مینه تر تا ښه ده.


۶:قیس ابن ابی حازم وویل: یو سړی ابوبکر ته راغی ویل زما پلار غواړي چي زه خپل ټول مال ده ته ورکړم،ابوبکر ورته وویل: دومره مال ورکړه چي دده نفقه سي.


سړي وویل: خو رسول الله(علیه السلام) ویلي ندي چي ته او ستا مال ستا د پلار دي؟
ابوبکر وویل هو! ویلي یې دي، مراد یي نفقه وه. ابوبکر شام ته لښکر استوی د لښکر مشر يي یزید بن ابي سفیان وټاکۍ، ده ته يې په وصیت کي وویل: ښځه مه وژنه،کوچنی مه وژنه، بوډا مه وژنه، میوه لرونکې درخته مه پرې کوه، ودانۍ مه نړوه، درختي مه سوځوه او ..........


په کتاب الفتوح کی راغلي دي چي مهاجر بن ابي امیه په یمامه کي امیر وُ دوې ښځي ورته راوستل سوې، یووې ښځي په خپلو سندرو کي پیغمبر ( علیه السلام ) په بدو یاد کړی ،وُدویمي ښځي د مسلمانانو عیبونه یاد کړي وه ،مهاجر بن ابي امیه حکم وکړ چي د دوی لاسونه پرې کړي او د مخ غاښونه يي مات کړي.


کله چي حضرت ابوبکر ته دغه خبر ورسېد نو مهاجر ته یي ولیکل چي تا د هغه ښځي لاس او غاښونه له منځه وړي دي چي رسول الله (علیه السلام) یي په بدو یاد کړی وُ، خو اصلي حکم دادي چي دا باید وژل سوی وای ځکه څوک چي پیغمبر (علیه السلام) په بدو یاد کړي هغه مرتد دي قتل يي لازم دي.


او هغه ښځه چي د مسلمانانو عیبونه يي په سندرو کي یاد کړي دي، هغې ته باید تعزیر (سپکه سزا) ورکړل سوی وای،د غړو پرې کول ( بدرنګي) په دین کي نسته له قصاص څخه چپه بدني غړي نه پرې کېږي.


۷:ابو عبيد وویل: ابوبکر وویل: هغه څوک نیکمرغه دي چي تر فتنو مخکي د اسلام په پيل کي مړ وي.
ابوبکر په خپله یوه او‌‌ٍژده فصیحه وېنا کي وویل: هغه څوک د څه لپاره فخر کوي چي له خاورو پيدا وي بېرته خاورو ته ورګرځي او د چینجيوخوراک سي.


۸:نن ژوندي سبا مړ وي، هره ورځ، هر ګړي نېک عمل کویُ د مظلوم له ښېرا څخه ځان وساتیُ...والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.


الضابیحي وویل: ما له ابوبکر څخه واورېده چي دیوه ورور دعا د بل ورور په هکله قبلېژي.
لبید شاعر وویل: زه یوه ورځ ابوبکر ته ورغلم ما وویل: له الله چپه هر نعمت هرو مرو تلونکۍ دي.
ده وویل: درواغ دي، د الله سره تلپاته نعمتونه سته.
کله چي ابوبکر خلیفه سو ویل: د شاعر ځیني خبري حکمت وي.

ماخذ: دخلفاوو تاریخ 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته