تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دښځى ارزښت په اسلام کې
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

دښځى ارزښت په اسلام کې


لیکنه محمد اعظم ( اعظمى ) /  تعليم الاسلام ویب پاڼه .

دايوحقيقت دى چې څښتن تعالى ( جل جلاله ) دخپل حکمت له مخى نارينه ته ښځه اوښځى ته نارينه پيداکړى دى ښځه دانسانى ژوند دټکاولپاره دخواخوږى ، مينى ښکلا اودځلا ځانګو ده دانسان لپاره دهوسايى اوسوکالۍ رغنده درمل ده ښځه هغه څوک ده چې دحضرت محمد( صلى الله عليه وسلم ) مورده ښځه هغه څوک ده چې رسول (صلى الله عليه وسلم )دمورالى په صورت کې جنت ددې ترپښو لاندى بللى دى. ښځه مور ، خور  اومينه ده که يوڅوک پلارګرځى دښځى دشتون په صورت کى کيدلاى سى. ښځه سپر (ډال ) ده ښځه دکورساتونکى ، جوړونکى اوپالونکى ده .ښځى ته په اسلام کې داسى په درنه سترګه کتل کيږى چې داسلامى ټولنى پرته بل څوک نه ورته ګورى ځکه دوى دومرى فکرى توان نه لرى چې داسلام په څيردى قانون رامنځته کړى ځکه رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) وابوهريرة ( رضى الله عنه ) په روايت فرمائى : 


کومه ښځه چې پنځه وخته لمونځ وکړى اودخپل ناموس ، پت او عزت ساتنه وکړى اودخپل ميړه اطاعت وکړى جنت ته به داخله سى دهرى دروازى چى ئى خوښه وى .


ابن حبان _ ترغيب _ جلد _ دريم _ صفحه _ ٣٣
 رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) دابى امامة باهلى (رضى الله 
عنه ) په روايت وښځوته وفرمايل : 


اې ښځو ! تاسو به ددينى سپيڅلتيا په صورت کې ترنارينوو وړاندى جنت ته ولاړى سى تاسو به ومينځل سى اوپاکى به سى اوخپلو ميړونو ته به وسپارل سى ، رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وفرمايل : نوموړى ښځى به پرژړو اوسرو سورليو باندى سپرى وى دملغرو په څير به اولادونه ورکړل سى .


ابوالشيخ _ کنز _ جلد _ ( ١٦ ) صفحه _ ( ١٧١ ) 


په يوه بل روايت کې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وهغه کس ته وفرمايل چې دغورى ښځى پوښتنه ئى ځنى وکړه : 
غوره ښځه هغه څوک ده چې کله خپل خاوند ورته وګورى هغه خوشاله سى اوکله جې ديوه کار امر ورته وکړى دائى په ورين تندى ومنى اودخپل خاوند مال په ناسمو لارو کى خرڅ نکړى ،  


مشکوة _ صفحه _ ( ٢٨٣ )


دانس بن مالک ( رضى الله عنه ) څخه روايت دى چى رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وفرمايل : کوم چاته چې الله ( جل جلاله ) نيکه ښځه ورپه برخه کړى ګويا الله ( جل جلاله ) نيم دين ورکړى اوپه پاته برخه کې دى دالله ( جل جلاله ) څخه وويريږى اودالله ( جل جلاله ) څخه دى مرسته وغواړى .


مجمع ( ٢٧٥ ) جلد _ ( ٤ ) 


اوس نوکه موږ درسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) پورتنيو ويناو ته وګورو چى رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) ښځه څومرى ددرنښت وړګڼلى ده اوپه تيرو ځينو ناخوالو کى ښځه پرهيڅ باندى حساب سوى ده.

 
آن تردى چې بيخى دانسان په سترګه هم نه ورته کتل کيږى اوحال داچې لکه چې مو وويل رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) په يوه ځاى کې دښځى تلل وجنت ته ترنارينه وړاندى ښودلى دى داخپله ددې څرګندويه ده چې الله ( جل جلاله ) ته ښځه ترناوړه نارينه غوره ده په بل ځاى کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) ښځه نيم دين بللى ده ځکه که يوه ښځه پردينى سپيڅلتيا اوسپين لمنۍ برلاسى وى خامخا نارينه دنوروښځو سره دنامشروع اړيکو لرو څخه ځان ژغورى اوپه کور کې اولادونه ، خوراک ، چيښاک اوپوښاک ددينى ارزښتونوسره برابرجوړيږى په يوه ځاى کې ابوامامة باهلى (رضى الله عنه ) فرمايى : چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) معاذ بن جبل ( رضى الله عنه ) ته وفرمايل : شکرکښونکى زړه ، دڅښتن تعالى ثنا ويونکى ژبه ، نيکه اوسپيڅلى ميرمن چې ستا سره په دينى اودنياوى چارو کې مرسته کوى داغوره ده ترهغه مال اوشتوچې خلګ ئى لټوى .


طبرانى _ مجمع _ ( ٢٧٦ ) جلد _ دويم .


پدغه ويناکى رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ښځه يوتل پاتى مال اودولت وګڼل بلکى ترهغه ئى غوره وبلل ځکه مال يو ورکيدونکى شى دى اوښځه هغه څوک ده چې دخپلى دينى سپيڅلتيا په صورت کې خپل خاوند او  اولادونه دسپيڅلتيا ولورى ته هڅوى چې دتل پاتى ژوند دسمون يوه لويه وسيله ده ځکه که يوڅوک په کورکې اوسيږى   اويوې غوره ښځى څښتن نوى خامخا به دخوابديا سره مل وى ،دخوابديا په صورت کې هغه  غوښتنى چې ميرمنى څخه کيږى نسى ترسره کولاى چې دجملى څخه ئى ځينى دجنسى  خواهشتاتو داشباع غوښتنى دى نواړينه ده چې دنورو ښځوسره به په نامشروع اړيکو  ملوث  سى خوبرعکس به ديوه خوشاله اوسوکاله ژوند څخه برخمن وى چې دالويه نيکمرغى ده همداډول دښځى داهميت دلاسپيناوى په موخه رسول الله (صلى الله عليه وسلم   ) ښځى دجنت تر( حورالعين ) غوره بللى دى ځکه دام سلمى ( رضى الله عنها ) څخه روايت دى دامبارکه فرمائى : مارسول الله (صلى الله عليه وسلم )ته وويل يارسول الله !

 

ددنيا ښځى غوره دى اوکه دجنت ( حورالعين ) غوره دى ؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) راته وويل : ددنيا ښځى پر( حورالعين ) داسى غوره دى لکه درخت ( ټوکر) راسته خواچې پرچپه خواباندى غوره دى ، ماورته وويل دڅه لامل څخه ددنيا ښځى پر( حورالعين ) باند ىغوره دى ؟ رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) راته وفرمايل : ددنيا دښځو دلمنځو ، روژو اودالله ( جل جلاله) دعبادت کولو لامله غوره دى يعنى ( حورالعين ) خوپدغه کړنو ندى وياړل سوى لکه ددنيا ښځى چې وياړل سوى دى .


مختصر عشرة النسآء _ صفحه ( ٥٤٠ ) طبرانى .


دداسى ويناوو په شتون  کى که سالم فکرلږ څه ځيرسى اوتفکروروسته پريکړه وکړى چې يوڅوک الله ( جل جلاله) ددرنښت وړګرګڼلى وى اورسول الله ( صلى الله عليه وسلم  ) پرهغه باندى اسرار کړى وى اويو څوک ددې په خلاف عمل کوى اوحق ئى ترپښولاندى کوى ايادابه دالله ( جل جلاله ) اودهغه درسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) دويناوو سره مقابله نوى ؟ ايا دابه ظلم نوى ؟ سره ددې چې الله ( جل جلاله) دظالمانو څخه زيات نفرت کوى لکه چې په قرانکريم کې ښودل سوىدى .

ماخذ 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته