تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موسيقۍ په هکله د صحابه کرامو رضي الله عنهم رايه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0

د موسيقۍ په هکله د صحابه کرامو رضي الله عنهم رايه

 

لیکنه: عبدالغفار جبیر، /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه وايي :
غزل ویل په زړۀ کی نفاق پیدا کوي .
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)


حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنه وايي :
دریه وهل منع ده ، اود موسیقۍ ټول الات حرام دي .
(علامه ابن القیم اجوزیة اغاثة اللهفان دارُ البیان ټوک ۱)


حضرت عُثمان بن عفان رضي الله عنه وايي :
د کوم وخت راهیسي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره  می بیعت وکي ، او په اسلام مشرفه شوم نومانه موسیقې اورېدلې ده ، نه مي درواغ ویلي دي او....


(شیخ شهاب الدین سهروردي ، عوارف المعارف ۱۹۶۶، بیروت دارُاکتب العربی)


حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه وايي :


یو وخت حضرت عمر رضي الله عنه د حاجیانو پریوه ډله تېرېدي چې یوه کس غزل ویل او نورو غوږ ورته نیولې وو ، نو حضرت عمررضي الله عنه ورته وویل :


الله دي وکړي چې تاسې کاڼه شي ، الله دي وکړي چې تاسي کاڼه  شي ، الله دي وکړي چې تاسي کاڼه شی ؛ او دا جمله ئې درې ځلې تکرار کړل
(اتحاف السادة المتقین)


ام المومين رضی الله عنها وايی :
یو وخت حضرت بی بی عایشه رضي الله عنها وخپلو ورېرېګانو ته د پوښتنې لپاره ولاړه ، چې هغوي ناروغې وې، کله چې دا هلته ولاړل نو یو سړی ولاړ دي ، چې اوږده ئې وېښتیان ئې دي و ناروغو انجونو ته غزل وایي ترڅو دوي خوشحاله وساتي ؛ نوحضرت عایشی رضي الله عنها د هغه سړی د ایستلو فورا امر وکي او وئې ویل :


واه !!! دا شیطان دي ، دا وباسي او دا پسې واخلي .(سنن الکبری للبیهقې)

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته