تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي ابليس عليه لعنه د جنګ د ميدان څخه وزي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۴۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


ابليس عليه لعنه د جنګ د ميدان څخه وزي

 

لکه د مخه چي مو درته و ويل چي ابليس عليه لعنه د سراقه بن مالک په قيافه د مشرکانو سره راغلى ؤ او د اولي ورځي څخه بيا تراوسه د مشرکانو څخه نه ؤ جلاسوى اوس چي يې ملائکې او د هغو هغه کارونه وليدل چي په مشرکانو يې کول ميدان يې پرېښاوه او رهي سو، حارث بن هشام چي تراوسه يې هم پر شيطان د سراقه خيال کاوه پوري ومښتى چي چيري ځې؟ ابليس پر ځيګر و واهه هلته يې وغورځاوه او په تېښته سو، مشرکانو ورته و ويل: يا سراقه! چيري ځې؟ آيا تا نه ويل چي زه ستاسي ملګرى يم او ستاسي څخه نه جلا کېږم؟ ابليس و ويل: زه هغه څه وينم چي تاسي يې نه وينى زه د الله څخه بېرېږم او الله د سختو عذابو خاوند دى او بيا په تېښته ولاړى، د مشرکانو يو ملګرى چي ابليس عليه لعنه ؤ کم سو او د مشرکانو په لښکرکي د ماتي او وارخطايي علامې ښکاره سوې، د دوى صفونه د مسلمانانو د سختو حملو په مقابل کي نړيږي او ماتيږي،جنګ و پاى او آخر ته نژدې کيږي، د مشرکانو څخه يو يو په متفرقه ډول د ميدان جنګ څخه وزي او مسلمانان په پسې دي يا يې وژني يا يې بنديانوي. 


 مګر کوم وخت چي د دې امت فرعون او لوى طاغي ابوجهل په خپل لښکر کي د اضطراب علامې وليدلې نو یې کوښښ کاوه چي دغه د ريګو کوټه د دغه قوي سېل په مخ کي ودروي او غوښتل يې چي خپل لښکر دلاوره کړي نو يې په کبر او غرور و خپل لښکر ته و ويل: پام کوى چي د سراقه خيانت او تېښته په تاسي کي وارخطايي نه کړي پيدا، هغه د محمّد سره د غسي وعده درلودل او پام کوى چي د عتبه، شيبه، او وليد مرګ مو وارخطاء نه کړي د هغو څخه تلوار وسو،  زما دي په لات او عزْى سره قسم وي چي موږ به تر هغو پوري ولاړ نه سو ترڅو دوى په رسيانو و نه تړو او زه نه غواړم چي ستاسي څخه دي يو څوک د دوى څخه نفر و وژني،[ يعني: وژنى يې مه، بلکه دغسي ژوندي يې نيسى] دپاره د دې چي دغه د دوى بد عمل و دوى ته ور وښيو، خو ډېر ژر و ده ته د دغه خپل طغيان او تکبر، لويي او خود بينۍ حقيقت ور ښکارهسو.

 
لږ وخت نه ؤ تېر سوى چي د ده لښکري د مسلمانانو د هجوم و مخ ته سره پاشل کېدې، هو په خپله د ابوجهل پر شا وخوا د مشرکانو دومره ډلي د ده د ساتني دپاره ولاړي وې لکه پر ده چي د تورو قفس راګرځېدلى وي او د نېزو ځنګل پرجوړ ؤ مګر د مسلمانانو طوفاني هجوم دغه د تورو قفس سره وپاشى او هغه د نېزو ځنګل يې و رېبى او سرکښه ابوجهل ښکاره سو، مسلمانانو دئ وليدى چي پر آس سپور دى او شا وخوا ګرځي خو مرګ په دې انتظار ؤ چي د ده ويني د دوو انصاري ځوانانو د لاسه څخه وڅښي. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته