تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میرویس خان نیکه دوره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 8, 2018
  0

پوهیالی زرولي (صدیقي) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

میرویس خان نیکه
افغانانو په دغه موده کي د تل له پاره د خپلي خپلواکۍ له پاره ډېر زیار ګاللی او د پردیو په مقابل کي بې تفاوته نه دي پاته سوي چي په دغه قطار کي د روښاني تحریک قهرمانه هلي ځلي د تاریخ په اوراقو کي ډېر ارزښت لري چي په پایله  کي یې د میرویس نیکه په قیادت او مشری د هوتکیانو ازادي غوښتونکي تحریک د سیمي حالت بدل کړه، تر دې چي په اصفهان کي د صفوي امپراپورۍ تاج په سر کیښودل سو، چي د دې لړۍ مخ کښ میرویس خان د شالم خان زوی، د کرم خان لمسی، د مند کړوسی، د عمر کوسی او د جلال الدین کودی دی چي هغه بیا د قطب الدین زوی، د اسحاق لمسی، د حسین کړوسی، د ملکیار کوسی او د هوتک کودی دی.

 

ښالم خان د سلطان ملخي توخي لور میرمن نازو په نکاح کړه چی ور څخه څلور زامن حاجي میرخان، عبدالعزیز، عبدالقادر او یحی خان پیدا سول، د دې جملې څخه میر خان ( میرویس خان) هغه شخصیت و چي د غزني څخه یې تر قندهاره پوري خپل نفوذ قایم کړ.

 

په دې اړوند سید جمال الدین افغاني وايي: ( ډېر د متین فکر او لوړو اخلاقو څښتن او ښه ژبور سړی ؤ).

 

کندهار هغه وخت د خپل جغرافیايي موقیعت له مخي د هند او ایران د دوو شاهنشاهیو تر منځ ډېر ارزښت درلود کله چي (د اصفهان د شیعه ګانو لخوا پر افغانانو ډول ډول ظلمونه کیدل نو میرویس خان نیکه د حج په سفر کي د دوی پر خلاف د جهاد کولو فتوا ترلاسه کړل)، میرویس نیکه د خپلواکۍ بیرغ پورته کړ د هند تیموري دولت دا اقدام د خپل قدرت د زوال له پاره د خطر زنګ وګاڼه دا ځکه چي دوی ته د سوریانو، لودیانو او غوریانو د امپراطوریو برم، شان او شوکت ور څرګند و، سره له دې چي په ښکاره  یې د دوی خپلواکي قبوله کړه او په رسمیت يې وپيژندل، خو په پټه یې د اصفهان د دربار سره مفاهمه وکړه چي د دې پیښي د مخنیوي له پاره شریک زیار وباسي، خو میرویس نیکه د دوی تر منځ خپل موقف پیژنده.

 

میرویس نیکه په دریمه جرګه کي د اولس مشران را ټول کړل او ورته یې د افغان اولس سیاسي دریځ د دوه  ختیځو او لویدیځو دولتونو تر منځ روښانه کړ او ویې ویل : ( که سره یو سي او زما سره ملا وتړي نو د خپلواکۍ بیرغ به هسک وساتو او پرې به نه ږدو چي بیا د پردیو د مریتوب  کړۍ زموږ په غاړه کي ولویږي، هغه کسان چی هغوی د پردیو مریتوب مني موږ د هغوی سره هیڅ اړه نه لرو او نور دي زموږ په هیواد کي نه اوسي.)

 

ملي جرګې چي د ملي مشر وینا واوریده نو ټینګه ژمنه یې ورسره وکړه چی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوری به د خپلي ملي خپلواکۍ او ازادۍ ساتنه کوي، هغه و چي ګرګین یې په یو خاص نظامي تکتیک له منځه یووړ چي کله صفوي دربار (کوم چي شیعه ګان وه) د ګورګین د مرګ خبر واورید یو استازی یې را ولیږه چی جامي خان نومیده او یو پیغام یې ورته ورکړ: صفوی دربار د ګورګین مرګ بخښي خو په دې شرط چي میرویس نیکه د صفوي دولت اطاعت ته غاړه کښیږدي، خو میرویس نیکه ورته په ډېره جدي توګه ځواب ورکوي او ورته وايي: ( څه فکر کوې چی عقل او حکمت یوازي په ناز او نعمت کي دی او زموږ په غرو کي کوم اثر نسته ، ستا پاچا که څه کولای سول کړي به يې وای دې بې ګټي خبر ته به اړ نه ؤ.)


میرویس نیکه امر وکړه چي دا درې استازي زندان ته بوزي او د زندان په تورو دروازو یې ورننه باسي، د میلسیون په وینا چي په دې کي د میرویس نیکه دوه موخي وې:

۱: چي د ایران د دربار ځواب وځنډیږي تر څو فوري اقدام ونه کړي.
۲: بل دا چي د ایران دربار ته دا جوته سي چي د افغانانو د خپلواکۍ بیرغ ټیټېدونکی نه دی او د دوی تهدید د افغانانو په روح او مزاج څه اغیزه نه لري.


دا چي د لومړی استازي را استول د میرویس نیکه ازادي پال هوډ مات نه کړ، د اصفهان درباریانو د یو بل سیاست څخه کار واخیست او هغه دا چي محمد خان بلوڅ یې د سفیر په توګه را ولیږه چي دا شخصیت د میرویس نیکه پخوانی ملګری و او د حج په موقعه کي هم ورسره شریکه ؤ، ده غوښتل چی د خپلواکۍ تود نغری په دوستانه نصیحتونو سوړ کړي، خو افغان مشر دې استازي ته هم وویل: ( د الله جل جلاله شکر وباسه چي ستا د ملګرتیا حق مي سترګو ته دریږي، که دا نه وي تا به هم د نورو په څېر عاقبت لیدلی وای، زموږ د غرونو ازاد خلګ بیا د غلامۍ او مریتوب کړۍ په غاړو کي نه اچوي.)

 

کله چي دا خبري هم ناکامي سوې اصفهان د هرات حکمران چي د محمد خان بلوڅ پرځای مقرر سوی و، په کال ۱۷۱۰ م کال کي پر کندهار باندي یرغل ته را ولیږه، خو شکست یې وخوړ او د سختي ماتي سره مخ سو، په ۱۸ میاشتو کي د اصفهان له لوري څلور تاړاکونه ترسره سول، خو څه پایله یې ورنه کړه، بالاخره اصفهان د کیخسرو په مشرۍ چي د ګورګین وراره ؤ د پنځوس زره پوځ سره چی دولس سوه پکښي خاص ګورجیان ول، چي خاص د ګورګین د انتقام په خاطر په پوځ کي داخل سوي وه، کندهار ته راغلل خو دا جګړه هم د میرویس نیکه او افغانانو په ګټه تمامه سول او له دغه لوی پوځ څخه یوازي په سوونو کسانو په دې وتوانیدل چي ژوندي ولاړ سي، خو ټول پوځ د کیخسرو په شمول د افغانانو له قهره ډک تیغ څخه تېر سول او خپله خپلواکۍ یې په خپلو رقیبانو ومنله.

 

د میرویس نیکه له ابتکاراتو څخه یو دا دی چي د شاهي لقب یې قبول نه کړ او د یو ملي مشر په توګه یې  د حکومت کارونه پر مخ بوتلل،  ده په یوه تاریخي غونډه کي چي د ده د سترو کارنامو په ویاړ جوړه سوې وه، وویل: ( ما ددې له پاره ستاسو خدمت نه دی کړی چي پاچاهي وکړم پرتخت کښینم او خولۍ کږه کښیږدم، زه په دې ښه نه ایسم چي پر تاسي پاچاهي وکړم بلکي په دې ښه ایسم چی ستاسو خدمتګاري وکړم،  ماته همدا بس ده چي اولس راته مشر او نیکه ووايي نور نه جوهر غواړم او نه سره زر،  زما همدا بس ده چي ستاسو خدمت وکړم او تاسو د خپلو زامنو په څېر وروزم زما پاچاهي له لاسه نه کیږي، زه ستاسو یو کوچنی خادم یم.)

 

میرویس نیکه یو زیرک، پوه او دیپلومات شخصیت و د ګاونډیانو په سیاسي اوضاع ښه پوهېده او صفوي دربار یې ښه پیژنده، اته کاله یې د یوه مشر په توګه خپل سیاسي مشرتوب وکړ.

 

خلګ یې خوښ وساتل او تل به یې د خلګو خواخوږي کوله او د یو مهربان پلار په څېر یې روزل نوموړې هستي په کال ۱۷۱۵ میلادي کي د دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې. (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)

 

د هوتکیانو د زوال عوامل

د هوتکیانو دا دوره چی د ۱۷۰۷ میلادي څخه شروع کیږي په دې کورنۍ کي تر ۱۷۴۵ پوري دوام کوي، خو دا چي د یو لړ عواملو له مخي چي بعضي مؤرخینو په لاندي ډول بیان کړي دي، دا کورنۍ هم له منځه لاړه:

  • هوتیکانو ددې پر ځای چي د خپل هیوا د ملي او سیاسي یووالي په خپلي خاوري دننه کي تامین کړي، د ایران نیولو ته یې مخه وکړه او په دې ډول د مرکز څخه لیري سو.
  • د حکومت او سیاست په هنر نه پوهیدل، په دې اړه یو فرانسوي مؤرخ ( Parad )  لیکي: د افغانانو د بهادري نظیر د دنیا په تاریخ کی ډېر کم لیدل کیږي، هغوی د جګړې په چل ډېر ښه پوهیږي خو د حکومت کولو هنر نه ورځي، د بغاوتونو او بد امنۍ سبب ګرځي.
  • د  هوتکیانو ترڅنګ په هرات کي د ابدالي حکومت جوړیدل او بیا د دوی ترمنځي دښمني او د یووالي نستوالی.
  • په اصفهان او کندهار کي د تره زامنو شاه اشرف هوتک او شاه حسین هوتکي ترمنځ بې باوري او د مرستي نستوالی.

 

دا عوامل د دې سبب سول چي نادرشاه افشار په کال ۱۷۲۹ میلادي اصفهان کی د شاه اشرف حکومت په ۱۷۳۱ میلادي کال کي د هرات ابدالي حکومت او په ۱۷۳۸ میلادي کال کي د کندهار شاه حسین هوتک حکومتونه یو په بل پسي له منځه یوسي.

سرته