تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کندهار جغرافیايي موقیعت
  تعلیم الاسلام
  November 26, 2016
  0
 رالېږونکی: احمد جنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کندهار د افغانستان یو ولایت دی چي د دې ولایت مرکز هم د کندهار په نوم یاديږي، او تر کابل وروسته د افغانستان د نفوسو څخه ډک او لوی ښار شمېرل کیږي، چي د بحر له سطحي څخه  د اټکل له مخي (۱۰۷۷) متره لوړ پروت دی.
 
دا ولایت د ختیځ طول البلد د ۶۴ او ۶۸درجو ۸ او ۵۱ دقیقو او ۱۰ او ۱۲ ثانیو او دشمالي عرض البلد د ۹ او ۳۴ درجو ۱۲ او ۱۳ دقیقو او ۲۵ ثانیو ترمنځ پروت دی، او د درو خواوو څخه د جګو غرونو په ذریعه محاصره سوي دي.
 
د کندهار اوسنی ښار یو مستطيل شکل لري چي (۲۱۳۳) متره اوږد او (۱۳۸۷) متره سور لري او ساحه یې د ۵، ۱۹۵۸ کیلو متر مربع دی په شاوخوا کي ده.
 
د زړو دېوالو جګوالۍ یې د ۷ څخه تر ۱۰ مترو او عرض یې ۵ متره . دکلا یو لوۍ دېوال را چاپېر سوي و او یو خندق چي ۳ متره ژور والۍ درلودی چي ددغه کلا سره د ښار پر شاوخوا راګرځېدلۍ و چي د وخت په تېرېدو سره ډک سوي دي. 
 
څلور لاري دروازې یې درلودې چي عبارت دي له:
 
کابل دروازه، هرات دروازه، ښکاپر دروازه او بر دروازه او یوه یې هم دعیدګاه دروازې په نوم وه چي دا دروازې ته د ارګ دمنځ څخه سړک وتلي و. د ارګ غولۍ مربع شکله و چي هره ضلعه یې تقریباً (۲۷۷) متره وه.
 

ماخذ: کندهار د تاریخ په اوږدو کي. 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته