تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسنیو مسؤلینو ته پیغام!
  تعلیم الاسلام
  May 17, 2018
  0

 د رسنیو مسؤلینو ته

د مسجد نبويخطبه۷/ ۹/ ۱۴۳۸هـ، ژباړه: جمشید حقیار 2017-06-08 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اې مسلمانانو! 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک منبر څخه د ټولو رسنیو مسئولینو، لیکوالانو او خبریالانو ته ږغ کؤ، چي د مسلمانانو په اړه دي له الله جل وعلا څخه و وېرېږئ، د اسلام په اړه دي د الله جل وعلا خوف او وېره په زړه کي پیدا کړي، او د مسلمانانو د راتلونکو نسلونو په اړه دي له الله سبحانه وتعالی څخه و وېرېږئ.
 
په دې پوه سئ، چي دا دنیا فاني او له مینځه تلونکې ده، نو داسي شیان مه نشروئ، چي هغه د دین او اخلاقو مخالف وي، هغه شیان مه خپروئ، چي هغه د دین ثابتو احکامو ته ضرر او زیان رسوي، او یا په بد اخلاقیو او فحشا کي د خلګو د لویدلو سبب ګرځي؛ ځکه دا ټول بد او منکر کارونه دي.
 
او دا د شریعت ثابته او نه بدلېدونکې قاعده ده، چي که د یو چا په سبب خلګ په ګناه او بدۍ اخته سول، او دی یې مؤسس او بنسټګر وګرځېدی، نو څومره خلګ چي تر قیامته پوري دا ګناه کوي، ده ته به یې هم بدي او عذاب ور روان وي، الله جل وعلا فرمايي:
 
(وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَعَ أَثْقَالِهِمْ) [العنكبوت: ۱۳] 
ژباړه: او دوی به خامخا د خپلو (ګناهونو) او ورسره (د بل چا د ګناهونو) پېټي او بارونه وړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم موږ له داسي کارونو منع کړي یو، هغه فرمايي: 
 
(چا که په اسلام کي د ښې طریقې او عمل اساس او بنسټ کښېښود، نو هغه ته به د هغه اجر او د هغه چا اجر ورکول کېږي، چي تر ده وروسته یې په هغه عمل کړی وي، بېله دې چي د هغوی اجر او ثواب کم سي).
 
امام شاطبي رحمه الله په دې اړه ډېره پخه خبره کوي، هغه وايي: « د هغه چا لپاره دي خوشحالي وي، چي له مرګ سره یې ګناهونه هم ودرېږي، او د هغه چا لپاره هلاکت دی، چي دی مړ سي، خو ګناهونه یې سل کاله یا دوه سوه کاله ور روان وي، تر څو پوري چي خلګ د ده د ګناه پر لار روان وي، ده ته یې په قبر کي عذاب ورکول کېږي، او پوښتنه هم ور څخه کېږي».
 
د امام شاطبي رحمه د خبري مطلب بد عملونه او ګناهونه دي.
 
نو دا چي رسنۍ په لوی لاس داسي شیان خپروي، چي هغه د الله جلا وعلا له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره مخالف دي، او خلګ په بدیو، ګناهونو، او منکراتو اخته کوي، د دې هیڅ ګټه او فائده نه سته، یوازي دا چي په دې کي دنیوي، فاني او ژر ختمېدونکي ګټي دي!!!
 
د حرم شریف خطبې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته