تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوچنی کاروبار پراخول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2016
  0
لیکنه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اکثرو کاروبارونو مشتريان سميز اوسيدونکي وي خو کله چي سميز مشتريان خپل کړي نو د نوي مشتريانو پيدا کول ستونزمند کار وي البته ځیني لاري چاري اوس هم سته چي کارول يې د کاروبار په پراختيا کي مرسته کوي.
 
۱: په ادرس کتاب کي ځان ثبت کړئ
 
خپل کاروبار نوم ، د اړيکو شميره ، د دفتر موقعيت او نور ضروري معلومات په ټولو ادرس کتابونو (Google Maps, Yellowpages.com or Local.com) کي ثبت کړئ. وخت نا وخت ياد کتابونه وګوری او د ضرورت پر وخت معلومات مو تازه کړی او که امکانات يې وي کوښښ وکړئ چي د خپل کاروبار په اړه اړین او لنډ معلومات لکه کاري ساعتونه او د  کاروبار موخه مو هم شريکه کړي. کاروباري کسان ياد کتابونه او پاڼي د تجارت لپاره کاروي.
۲: ويب پاڼه جوړه کړي
 
ضرورت نسته چي تاسو بايد يو مسلکي د ويب پاڼي ټيم ولری خو يو ويب پاڼه بايد ولری ، وخت پر بدليدو دی او د وخت غوښتنه ده چي ستاسو کاروبار بايد پر نړیوال جال حضور ولري . که څه هم ستاسو کاروبار کوچنی وي خو خلګ سته چي د انترنيټ د لاري سيميز کاروبارونه لټوي .ويب پاڼه نه يوازي ستاسو ادرس بلکه ستاسو د توکو ، خدماتو او شرکت په اړه معلومات هم د مشتري سره شريکه وې او تر ډيره د ادرس په کتاب کي ګټور تماميږي همدا رنګه ويب پاڼه مشتري ته واک ورکوي چي ستاسو معلومات د نور سره شريک کړي چي دا خپله يو ډول بازار موندنه ده.
 
۳: په ټولنيزو رسنیو کي پاڼي جوړول 
 
ځني کسان ويب پاڼه جوړول ګران کار بولي نو د هغو لپار يو لاره ټولنيز رسنۍ دي. پر ټولنيزو مطبوعاتو پاڼه کولایسی ستاسو نوي مشتريانو ته معلومات وړاندي کړي . ټولنيزي رسنۍ د کاروباري پاڼي خدمات، د نور کاروباريانو سره ستاسو اړيکي او د اعلاناتو  خدمات هم درته وړاندي کوي چي د نوي مشتريانو پيدا کولو  او د ټولني سره د اړيکو اغېزمنه لاره ده.
 
 
۴: شانداره افتتاح
 
د کاروبار شانداره افتتاح کولایسی چي ستاسو د کاربار خبر تر مشتريانو ورسوي که مو په کاروبار کي نوښت راسي  نو کولایسی چي په يو لړ مراسمو  يې بدرګه کړی ، په لمانځنه کي مشتريانو ته بلنه ورکړي او د مشتريانو بريښناليکونه ، د اړيکو شميرې او نور اړوند معلومات را غونډ کړی د ډالۍ په ډول خپل تبلغاتي توکي هم نوي او زړو مشتريانو ته ډالۍ  کړی.  تر ټولو مهم  دا  چي د مشتريانو سره د اړيکو تازه کولو ښه فرصت وي . تر مراسمو وروسته کولایسي چي د مراسمو خبر پر ټولنيزو مطبعاتو خپاره کړي تر څو مشتريان هم په خبر سي .
 
۵: يوه هندوانه په لاس کي واخله 
 
دا ښه خبر ده چي مشتري ته ډير څه واړندي کړی خو  کیفيت او کميت هم مهم دی. مشتري په کیفيت خوشحاله کيږي يو جنس يا خدمت د کیفيت سره وړاندي کول تر بې کیفیته اجناسو بهتر دی. د ښه کیفيت لرونکو توکو خبر تر نور رسول د مشتريانو عادت دی ، نو کوښښ وکړی چي په ښه کیفيت خپل اعتبار د مشتري سره پيدا کړی او وروسته بيا کولایسی چي نور توکي هم مشتريانو ته وړاندي کړي.
 
۶: اوسني مشتريان خوشحال وساتی 
 
د نوي مشتري پيدا کولو څخه سخت کار زاړه مشتريان خوشحال ساتل دي نو کوښښ وکړی چي د زړو مشتريانو کله کله خبر واخلی او پوښتنه وکړي چي ستاسو د خدماتو او جنس څخه خوشحال دي که یا؟ د خوشحالۍ  په صورت کي هغوی وهڅوی چي د نورو سره يې شريک کړی . خوشحاله مشتري خپله يوه سرمايه ده .
 
د کاروبار  بنسټ مو  پر اعتبار او حسنه اخلاقو را پورته کړی ، بريا مهم نده مهم دا ده چي هغه بريا تر شا کومي هڅي سوي نو خپل کاروبار ته د تجارتي موخي تر ځنګ انساني موخي هم ورکړي.
 
اړوند لیکنه:
بازار موندنه یا مارکیټینګ Marketing
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته