تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سهار د جماعت لپاره سنت پرېښول
 
  November 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۹۷)

نوم: محمد ظریف

سوال : د سهار جمع ولاړه وه د آخر رکعت هم آخر وو یا آخر رکعت هم سوي وو پراتحیات وو اوس به زه سنت کوم که له امام سره جمع و نیسم؟

جواب : د سهار سنت ډیر ټینگ سنت دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم:  لاَ تَدَعُوهُمَا وَإِنْ طَرَدَتْكُمُ الْخَيْلُ.(۱)
 
ژباړه : ابي هریره رضــي الله عنه  فرمايي چـي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي د سهار سنت مه پریږدئ که  څه هم د اسانو تر پښو لاندي کیږی.

که آخره ناسته هم نسي نیولای نو بیا دي سنت پریږدی، جمع دي ورسره ونيسي البته  د سنتو قضاء پر ده نسته.

جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ابوداؤد ج۴،ص۱۰- سنن الکبری، ج۲، ص۴۷۱
 
(۱):وَإِنْ خُشِيَ فَوْتُهُمَا دخل مَعَ الْإِمَامِ- يُشِيرُ إلَى أَنَّهُ إنْ كَانَ يَرْجُو إدْرَاكَ الْقَعْدَةِ لَا يَدْخُلُ مَعَ الْإِمَامِ . وَحُكِيَ عَنْ الْفَقِيهِ أَبِي جَعْفَرٍ أَنَّهُ عَلَى قَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ يُصَلِّي رَكْعَتَيْ الْفَجْرِ ؛ لِأَنَّ إدْرَاكَ التَّشَهُّدِ عِنْدَهُمَا كَإِدْرَاكِ الرَّكْعَةِ
أَصْلُهُ مَسْأَلَةُ الْجُمُعَةِ. العنایة شرح الهدایة. ج۲، ص۲۴۹
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته