تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د حیض مده پوره سي خو سهار بیا
 
  January 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۴۰۶)

نوم: احمد

د اوسېدو ځای:  چين
 
سوال : که چيري يو څوک د ښځي سره نزديکت وکړي پداسي حال کي چي د حيض دوره يي همدا نن پاي ته رسيدلي وي البته د ښځي په نزد چي ګواکي زه پاکه شوي يم . ولي کله چي سهار ښځه متوجه شي نو يوه اندازه وينه بيا موجوده وي .نو ددي نزديکت نتيجه څنګه شوه ؟ ځکه د ښځي مريضي پاي ته نه وه رسيدلي اما نوموړي نزديکت وکړي .او بايد ذکر کړم چي له دي وروسته بيا وينه نه ده ليدل شوي .نو اوس چي دا نزديکت شوي تاوان لري که يا ؟

جواب : نزديکت په حيض کي سوی دی، البته ته په دې سره ځکه مجرم  نه  بلل کیږي چي په خطا کي ځني سوی دی او خطا معاف ده.

دا هغه وخت چي دوهم ځل وينه په لسو ورځو کي دننه راسي مثلاً ٦ ورځې د ښځي عادت وي ٦ ورځي پوره سي وينه ودريږي، په شپه کي جماع وسي، سهار بيا وينه وليدل سي،  په همدغه يو ځل سره د ښځي د حيض عادت د ٦ څخه ٧ ورځو ته واوښتي، ټوله حيض بلل کېږي که دوهم ځل وينه تر لسو ورځو ورستهۍ وي بيا حيض نه بلکه مرض دى .(١)

 جواب : مولوي سید عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : إِنَّ اللَّهَ قَدْ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ ، وَالنِّسْيَانَ ، وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ. رواه ابن ماجه، باب ‌طلاق المکره والناسى،

(۲): انتقال العادة يکون بمرة عند ابي يوسف وعليه الفتوي هکذا في الکافى . 

فَإِنْ رَأَتْ بَيْنَ طُهْرَيْنِ تَامَّيْنِ دَمًا لَا عَلَى عَادَتِهَا بِالزِّيَادَةِ أَوْ النُّقْصَانِ أَوْ بِالتَّقَدُّمِ وَالتَّأَخُّرِ أَوْ بِهِمَا مَعًا انْتَقَلَتْ الْعَادَةُ إلَى أَيَّامِ دَمِهَا حَقِيقِيًّا كَانَ الدَّمُ أَوْ حُكْمِيًّا. الفتاوی الهندیة، ج۱ ، ص۳۹ ، فصل الرابع فی احکام الحیض والنفاس.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته