تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي اداب: کورنۍ په خپل ورتګ خبرول (۳)
  تعلیم الاسلام
  May 7, 2017
  0

 یو څو اهم اسلامي آداب (۳)

دریم ادب: کور ته د داخلېدو په وخت، د کور دننه افراد په خپل راتګ پوه کولو اداب
 
لیکنه: عبد الفتاح ابو غده 
ژباړه: مفتي احسان اللّه/ تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
۳ - کله چې کور ته ننوزې، نو په کور کې دننه افرادو ته د خپل را تګ خبر ورکړه، هسي نه چې ستا له ناڅاپي راتللو نه هغوی پریشانه نه شي، او یا دا محسوسه نه کړي، چې ګواکي ته د دوی دیو کمزورتیا په لټه کې يې.
 
ابو عبید اللّه عامر بن عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنهما وفرمایل: چې زما پلار عبد اللّه بن مسعود به چې کله کور ته راتلی، اول به يې داسي کار کاوه، چې موږ به د ده له راتګ سره اشنا شوو، کله به يې یوه خبره کوله، او کله به يې لوړ اواز کاوه، د دې لپاره چې موږ يې له راتګ نه خبر شو.
 
امام احمد بن حنبل رحمه اللّه تعالی فرمایي: کله چې څوک خپل کور ته د ننوتلو اراده وکړي، نو هغه لره مناسب دی چې غاړي تازه کړي، یا په خپلو پایزارو سره اواز یا کښ وکړي.
 
د امام احمد رحمه اللّه زوی عبد اللّه رحمه الله وايې: زما پلار محترم به چې کله له مسجد نه کور ته راتلی، نو تر ننوتلو وړاندي به يې ځمکه په پښو ټکوله، ددې لپاره چې دده تر ننوتلو له مخه په کور کې دننه افراد دده د پایزارو اواز واوري، او کله به يې غاړي تازه کولې، ددې لپاره چې دده په راتګ کورنۍ خبره شي.
 
دا لامل دی، چې په بخاري او مسلم کې د جابر رضي اللّه عنه نه روایت دی، چې رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له دې خبري نه د منع کولو حکم کړی دی، چې یو څوک له سفره او یا له بل څه نه واپس کور ته راځي، او کوروالاو ته له خبرداري پرته په شپه کې کور ته داخل شي، ددې لپاره چې په دا شان د هغوی د کوم خیانت یا کمزوري په لټه کې نه شي.
 
-----------------------------------
یو څو اهم اسلامي آداب لومړۍ او دوهمه برخه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته