تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوروز یا سال نو !!
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 19, 2018
  0

مفتي احسان الله


اسلام له هره اړخه یو کامل او مکمل دین دی ، د هر څه په باره کې روښانه تګلاره لري ، عبادات ، مراسم او اخلاق په هر څه کې پوره دی ، د نورو باطل ادیانو په شان نه کله هم کمی او نه هم زیاتی په کې را تلای شي ، اسلام یو سپيڅلی دین دی ، د نړۍ والو لپاره په هره برخه کې روښانه لار او مسیر لري .


اسلام د انساني فطرت سره یو موافق او هم غږي دین دی ، نو له همدې امله الله رب العزت د مسلمانانو د خوشحالي لمانځلو لپاره ، دوه اخترونه او په هرو اوو ورځو کې د جمعې مبارکه ورځ متعینه کړې ، په دغو ورځو کې چې څوک د خوشحالۍ اظهار وکړي، الله رب العزت ورباندي خوشحالیږي .


خو بالمقابل اسلام له دېنه منع کوي، چې د اسلامي شعارو پر ځای د نورو باطلو ادیانو پیروي او د هغوی د ناروا مراسمو لمانځنه وشي، یو له هغو نه چې زموږ متدینه ټولنه ورسره مخ ده، د نوروز ورځ ده، چې په افغانستان کې ډیری نا خبره خلک يې په ښه نیت لمانځي، حال دا چي دا ورځ هیڅ شرعي سابقه نلري، بلکي د غیر مسلمو کار او رسم دی ، زموږ د مذهب حنفي مطابق که دا ورځ یو څوک د باطل رسم د تعظیم او عزت له امله ولمانځي نو د ایمان خطره يې ده، او که يې د دې ورځي تعظیم مقصد نه و، بلکي د یو خوشحالي جوړلو په نیت په یاده ورځ یو خوشحالي جوړه کړي، او یا د دې ورځي په مناسبت چې کومي غونډه کې ګډون وکړي، نو هم د شریعت له نظره نا سم کار دی .


تر ټولو لویه بدي لا دا ده ، چې د عبادت تر نامه لاندي ، ډیر ناوړه کارونه په کې کیږي ، زیارتو ته خلک د زیارت کولو په نوم ورځي ، خو مشاهده دا ده ، چې د نوروز په ورځ هلته هغه کارونه تر سره کیږي ، چې اسلام يې په یو ځای کې هم د کولو اجازت نه ور کوي .


زیارت ته تلل په دې نیت وي ، چې تذکیر بالموت وشي ، مرګ سړي ته یاد شي ، د قبر خاوند ته د ګناهونو د معافۍ او درجو د بلندۍ دعا وشي ، خو بالمقابل په دغه ورځ ورتلونکي نر او ښځي د قبر په وړاندي په منکر او ګناه اخته وي .


نو اخيري پیغام مو دا دی ، چې علماء ، قومي مشران او مخور دي ، له خپل اثر او رسوخ نه په استفادې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نیت له دې نا روا رسم نه خپل کور، کلي او ټولو مسلمانانو وروڼو ته نجات ورکړي .

 

------------------

د نوروز اړوند لیکني

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته