تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیکولرزم معتقدات او فکري اساسات
  تعلیم الاسلام
  March 5, 2017
  0

ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-03-05 

 
 
-۶: د علمانيت یا سیکولرزم معتقدات:
 
الف: د الله تعالی د وجود څخه بيخی انکار کول، د ځيني علمانيانو او ملحدانو په نزد.
 
ب: د ځيني نورو په نزد الله تعالی سته، مګر د الله تعالی او د انسان د ژوند تر منځ د هر ډول اړيکو لرلو څخه انکار کوي.
 
ج: ژوند پر ساينس، اصولو، تجربو، او د عقل پر حاکميت باندي قائم بولي.
 
د: د روح او مادې تر منځ توپير او بېلوالی او د دوی په نزد ټول روحي خصوصيات سلبي دي.
 
هـ: د دين او سياست بېلوالی.
 
و: د ژوند ټول اړخونه يوازي او يوازي مادي دی، دغه الحادي نظريه د لومړي ځل له پاره (۱۷۶۶م) کي فري ميسن لاج وړاندي کړل.
 
ز: د ماکياولي اصول عملي کول، چي وايي: د مقاصدو د ترلاسه کولو په لاره کي عقيده او ديني بنديزونه بايد خنډ نه سي، يعني په سياست کي درواغ ويل، مکر چلول او دوکه بايد د سياست اصول وي، ځکه چي سياست په خپله درواغ، ټګي او چلول دی.
 
ح: په ټولنه کي بد اخلاقي، ګډوډي او د کورني نظام له منځه وړل، ځکه چي کورنۍ د ټولني جوړولو اساس دی، چي کورنی نه وي، نو مهذبه ټولنه به هم نه وي. (۲: ص: ۲۷۹)
 
۱-۷: د علمانيت (سیکولرزم) فکري او عقيدوي اساسات
 
د علمانيت(سیکولرزم) نظريه د اسلام سره په ټکر کي ده. ددې لپاره، چي دين او دين پرستي ختمه سي، لا ديني لهو او لعب يې ځای نيسي. (الفرد هوآيت هيو) يهودي وايي: «هيڅ داسي قضيه نه ده رامنځ ته سوې، چي په هغې کي د علم، عقل او دين تر منځ ټکر راغلی وي؛ مګر د علم او عقل پلو حق ته رسېدونکی او د دين پلو خطا او اشتباه وي.» د دغه يهودي پورتنۍ خبري هيڅ ډول د عقل، پوهي او دين سره توافق نه لري. 
 
ددغه يهودي د قول د ترديد لپاره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم قول له يوه صحابي رضی الله عنه څخه نقل دی، چي وايي:
«ما امر بشیء فقال العقل ليته نهی عنه ولانهی عن شیء فقال العقل ليته ما امر به.»
ژباړه: دين په يو شي امر نه دی کړی؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي منع سوی وای او نه يې د يو شي څخه منع کړې وي؛ مګر عقل د هغه غوښتونکی وي، چي عمل په سوی وای.
 
په همدې توګه د علمانيت (سیکولرزم) نظريه د آخرت څخه إنکار دی. د دوی دا يقين دی، چي انسان ته کوم وخت ورکړل سوی دی، هغه يوازي د دنيا ژوند دی.
 
--------------------
په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کي لاندي مقالې هم لوستلای سی:
 
د علمانيت پېژندنه
علمانیت سیکولرزم Secularism
د علمانیت مفهوم او ورته کلمات
علمانيت د تاريخ په اوږدو کي
د سيکولريزم بنسټونه او فکري تګلاره
د سيکولر فکر لرونکو کسانو ډولونه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته