تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په لاس د ځان انزالولو ګناه
 
  January 13, 2017
  0

د موټ وهل

ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د موټ وهلو مطلب دا دئ، چي خپل خاص اندام په لاس يا په يو شي پوري موښل چي مني ورڅخه راووزي او جنسي خوند ترلاسه کړي. ډېر ځوانان د ځوانۍ په پېل کي په دې مردار عادت اخته کېږي. د ناپوهي زمانه وي نفسي خواهش پوره کوي... پوره کوي د خپل ژوند جوهر په بد ډول سره له منځه وړي او د ټول عمر ناروغي خپل ځان ته راولي. 

راسئ! چي قرآن کريم او حديث په دې اړه څه فرمايي؟:

﴿قُلْ لِّلْمُؤْمِنِيْنَ يَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْ ۭ ذٰلِكَ اَزْكٰى لَهُمْ ۭ اِنَّ اللّٰهَ خَبِيْرٌۢ بِمَا يَصْنَعُوْنَ﴾ ( سورة النور، آيت:٣٠)
 
ژباړه: مؤمنانو ته ووايه، چي خپل نظرونه کښته  کړئ او د خپلو شرمګاوو ساتنه وکړئ، په دې کي د دوي له پاره پاکي ده، بېشکه الله  جل جلاله خبر دئ په هغه چي هغوى يې کوي. 

 په دې آيت کي د شرمګاوو د ساتني حکم سوى دئ او هغه ځوانان چي د موټ وهلو په ګناه اخته دي، هغوي د شرمګاوو د ساتني په اړه د پورتني آيت ښکاره مخالفت کوي. 

بل ځاى کي الله  جل جلاله  فرمايي: 

﴿ فَمَنِ ابْتَغٰى وَرَاۗءَ ذٰلِكَ فَاُولٰۗىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ﴾ (سورة المؤمنون، آيت: ٧)
 
ژباړه: بيا چي څوک د دې څخه ماسيوا پلټنه کوي، نو هغه د حد څخه تجازو کوونکى دئ. 

يعني څوک چي روا لار پرېږدي او د ناروا لاري څخه خپل شهوت پوره کوي، د الله  جل جلاله  په نزد هغه قانون ماتوونکى دئ. 

په احاديثو کي د موټ وهلو بدوالى: 

علامه آلوسي رحمه الله په تفسير روح المعاني کي ليکي: 

ما ذکره المشائخ من قوله  صلی الله علیه وسلم  "ناکح اليد ملعون". و عن سعيد بن جبير: عذب الله تعالى امة کانوا يعبثون بمذاکيرهم. و عن عطاء: سمعت قوماً يحشرون و ايديهم حبالى و اظن انهم الذين يستمنون بايديهم. 

ژباړه: مشائخ کرامو د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  قول رانقل کړى دئ، چي د لاس سره زنا کوونکى ملعون دئ. الله تعالى و هغه امت ته عذاب ورکوي کوم چي خپل شرمګاوي په عبث ډول سره استعمالوي، لکه موټ وهل او داسي نور. يو قوم به د محشر په ورځ راسي چي د هغوى لاسونه به حاملان (بلارب) وي، زما ګومان دا دئ، چي هغوى به په خپلو لاسونو سره مني ايستونکي وي.
 
په يوه حديث شريف کي راغلي دي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اووه ډوله خلک دي چي د هغوى و خوا ته به الله  جل جلاله  د رحمت په نظر سره نه ګوري  او نه به هغوى پاک کړي او نه به هغوى د نورو عالمونو سره يو ځاى کړي او تر ټولو مخکي و جهنم ته د تلونکو سره به دوى هم داخل کړل سي. دا بيا جلا خبره ده که دوى توبه وکاږي، پر توبه کوونکو الله تعالى په رحمت سره رجوع کوي. (هغه اووه (٧) په لاندي ډول دي): 

د لاس سره زنا کوونکى (موټ وهونکى). 
فاعل (لواطت کوونکى). 
مفعول (هغه کس چي د ده سره لواطت وکړل سي). 
نشه کوونکى (د شرابو عادتي). 
خپل مور و پلار وهونکى تر دې چي هغه نارې او چيغي پېل کړي. 
خپلو همسايګانو ته ضرر رسوونکى تر دې چي هغوى پر ده باندي لعنت وايي. 
د خپل همسايه د ښځي سره زنا کوونکى. 

د موټ وهلو تاوانونه: 

د موټ وهلو بدني تاوانونه بېخي زيات دي، يو څو يې په لاندي ډول دي: 

د داسي ځوان مخ ژړېږي، د مخ رعب يې ختمېږي، قدرتي ځلا او نور يې د مخ څخه ليري کېږي، پوست يې مړ کېږي او د سترګو شاوخوا ته يې توري حلقې پيدا کېږي. 

بدن هر وخت سست محسوسوي، داسي خلک هر وخت پروته (خوب) خوښوي، هيڅ کار يې زړه نه غواړي، انسان چي سست سي پروت وي آخر ټګ ځني جوړ سي. 

د وزن په کمېدو سره آخر د هډوکو يو شکل معلومېږي، په ځوانۍ کي د سپين ږيروالي حالت ورباندي راځي، د ويني د کمښت له کبله د کار پر وخت د ده پښې او لاسونه رېږدي، که ناست وي بيا ولاړسي پر سترګو يې تياره راځي، هاضمه يې کمزوره سي د نس د بادونو يا د قبض ناروغ سي، د بولو کولو څخه وروسته هم څاڅکي يې راروان وي (اودس يې نه وچېږي). 

د تګ راتګ يا کار کولو سره يې د زړه درزا تېزېږي او غوسه يې هم زياتېږي. 

ځوان وي مګر د هيري ناروغي ورپېښه سي، د زده کوونکو په زده کړه کي يو لوى خنډ جوړ سي، سبق په مشکل سره يادوي او ژر يې هېرېږي، ذهني کار کول يې زړه نه غواړي. 

په مخصوص اندام کي يې کوږوالى او کمزورتيا پيدا سي، انسان د واده وړ نه پاتېږي، د ژر انزال ناروغي ورته پيدا سي او داسي نور زيانونه هم لري. 

ماخذ: بې داغه ځواني

----------------
د لواطت دنیوي او اخروي سزا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته