تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبیره ګناهونه (لوی ګناهونه)
 
  December 1, 2015
  0

 کبیره ګناهونه (لوی ګناهونه)

لیکنه: حاجي نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

انسان تر خپله وسه کوښښ کوي ترڅو له ګناهونو څخه ځان وژغوري او د حقیقي خالق پر سپیڅلي لار خپل قدمونه کښیږدي خو شیطان د انسان ابدي دوښمن دی، په انسان د ګناه کولو، د الله د لاري څخه د اړولو او و باطل ته د میلان کولو په لټه کي دی. نه پریږدي چي انسان دي ورڅخه د ارامي ژوند وکړي.
 
انسان ګناه وي کوي کله په دي نه پوهیږي چي ایا دا ګناه ده او که نه؟، کله بیا په خطا سره ګناه ځني تر سره سي او کله بیا په دي ښه پوهیږي چي دا ګناه ده خو بیا یي هم ترسره کړي. (الله ﷻ دي مو له ګناهونو څخه وساتي هغه که په ناپوهی وي او که په خطا. اللهم امین)
لاندي د کبیره ګناهونو لیست د قران عظیم الشان، حدیثو او د اسلامي علماوو له کتابونو را ټول سوی.
۱ ـ   د  الله جل جلا له سره  شريك نيول
۲ ـ   د  الله جل جلا له دوستانو ته ضرر رسول
۳ ـ   د الله جل جلا له د نامه څخه پرته د بل چا پر نامه ذبح كول
۴ ـ   د الله جل جلا له د رحمت  څخه نا اُميده كيدل
۵ ـ   د الله جل جلا له د  عذاب او سزا څخه بيغمي كول
۶ ـ  د الله جل جلا له د ذات يا صفاتو پرته په بل شي قسم اخيستل
۷ ـ  قصداً لمونځ قضاكول
۸ ـ  بيله شرعي عذره د رمضان د مياشتي روژه نه نيول
۹ ـ  د قدرت په وخت كي حج نه كول
۱۰ ـ  زكات نه وركول
۱۱ ـ  څوجمعې پرلپسې د جمعې لمونځ پرېښوول
۱۲ ـ  بېله عذره  د جماعت لمونځ پرېښوول
۱۳ ـ  د مور يا پلار سره بد سلوك كول
۱۴ ـ  پر الله جل جلا له يا پر رسول صلی الله علیه وسلم درواغ  ويل
۱۵ ـ  د جهاد له  ميدان  څخه تښتيدل
۱۶ ـ  د حاكم  لخوا پر رعيت  ظلم  كيدل
۱۷ ـ  د مؤمنو دوستانو سره اړيكي پرې كول
۱۸ ـ  د درواغو شاهدي ادا كول
۱۹ ـ  شراب څيښل
۲۰ ـ  قماركول
۲۱ ـ  پر پاك لمني ښځي د زنا تهمت لګول
۲۲ ـ  د بيت المال ، غنيمت او زكات په مال كي خيانت كول
۲۳ ـ  غلا كول 
۲۴ ـ  لاره وهل ( قطاع الطريقي )
۲۵ ـ  ناحقه قسم اخيستل
۲۶ ـ  پر ميرمني اولادونو اولاس لاندي كسانو ظلم كول
۲۷ ـ  د مسلمانانو څخه ججه اخيستل 
۲۸ ـ  حرام مال خوړل
۲۹ ـ  ځان وژل
۳۰ ـ  درواغ ويل
۳۱ ـ  غيرعادلانه قضاوت كول 
۳۲ ـ  رشوت اخيستل
۳۳ ـ  نارينه د ښځي يا ښځه د نارينه په څيرځان جوړول
۳۴ ـ  په  كورنۍ كي اخلاقي فساد ( ديوثي ) زغمل
۳۵ ـ  طلاقه ښځه ترنكاح وروسته لمړي ميړه ته طلاقول
۳۶ ـ  كالي او بدن د بولو او نجاست څخه نه ساتل
۳۷ ـ  د شهرت لپاره عبادت او ښه كارونه كول 
۳۸ ـ  ديني عالم د دنيوي ګټو لپاره علم حاصلول او يا علم پټول
۳۹ ـ  په امانت كي خيانت كول
۴۰ ـ  دنيكۍ وروسته پرچا احسان اچول
۴۱ ـ  قضا او قدر درواغ  بلل
۴۲ ـ  د مسلمانانو پټ رازونه معلومول
۴۳ ـ  د  مسلمانانو په منځ كي د فساد كوښښ كول
۴۴ ـ  پر مسلمان باندي لعنت ويل
۴۵ ـ  د وعدې څخه مخالفت كول
۴۶ ـ  د نجومي اوكاهن غيبي ويناوې منل
۴۷ ـ  د  ميړه  څخه  د ميرمني نافرماني كول 
۴۸ ـ  د ژونديو موجوداتو تصويرونه ليكل
۴۹ ـ  د  تكليف په وخت كي په ځان حملې لګول يا چيغي او نارې وهل
۵۰ ـ  سود خوړل
۵۱ ـ  د كامل اسلامي حكومت پرضد بغاوت كول
۵۲ ـ  همسايه زهيرول
۵۳ ـ  مسلمانان ازارول ياښكنځل ورته كول
۵۴ ـ  په قصد سره بې ګناه مؤمن وژل
۵۵ ـ  نارينه د كبر او زينت لپاره پايڅې كښته كول
۵۶ ـ  نارينه سره زر يا ورېښم استعمالول
۵۷ ـ  د بادارڅخه د مريي تښتيدل
۵۸ ـ   سحر او جادو كول
۵۹ ـ  د  پلار څخه پرته بل څوك نسبي پلار بلل
۶۰ ـ  حيرانوونكي او دخلګو ترپوهي لوړي خبري كول
۶۱ ـ  د  خلګو څخه اوبه منع كول
۶۲ ـ  په وزن او پيمانه كي كمى كول
۶۳ ـ  لواطت كول
۶۴ ـ  زنا كول 
۶۵ ـ  قصداً ځان  معذوره كول
۶۶ ـ  د يتيم مال خوړل
۶۷ ـ  چم اودهوكه كول
۶۸ ـ  د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب  په بدو نومونو بلل
۶۹ ـ  د  مسلمانانو په حال د هغودښمنان خبرول
۷۰ ـ  يو چا ته د نسب طعنه وركول
۷۱ ـ  دلارو لوحې او نښي بدلول
۷۲ ـ  په وصيت سره خپلو وارثانو ته نقصان رسول
۷۳ ـ  په ګناه  اخته مؤمن كافر، بې ايمانه ، د الله جل جلا له دښمن يا خداى جل جلا له وهلى بلل
۷۴ ـ  بدو لارو ته خلګ بلل يا ناروا شيان جوړول اوعامول
۷۵ ـ  مسلمان د هغه دښمن ته ښوول
۷۶ ـ  حيوان د داغ په مرسته نښاني كول
۷۷ ـ  د سرو يا سپينو زرولوښي استعمالول
۷۸ ـ  تهمت ، غيبت او بهتان ويل
۷۹ ـ  د مسجد او اسلامي مدرسې نړول
۸۰ ـ  د  قرآن كريم يادكړي آيتونه هيرول
۸۱ ـ  خود خواهي ، غرور او تكبر كول
۸۲ ـ  د خوراكي موادو په ګرانۍ خوشحاله كيدل
۸۳ ـ  كفري رواجونه خوښول
۸۴ ـ  حلال بد  ياحرام  ښه ګڼل
۸۵ ـ  ساز او رقص خوښول
۸۶ ـ  پر نصيحت د قدرت په وخت كي نصيحت نه كول
------------------------------------
 موږ په فتنو کي یو!!
د ګناه د پېژندني یوه نښه 
فتوا: په هیره یا خطاء ګناه کول
لمونځ انسان د ګناه څخه راګرځوي (الحدیث)
د ګناه څخه بې فکره کېدل
په ګناه کي د چا امر نه منل کیږي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته