تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلماني ښځي صفتونه
 
  May 6, 2012
  0
ليکنه: حمد الله  شاکر

د اسلام  دمقدس دين  هر اصل ته که سړی ښه ځيرسي  نو  دومره کټي  او حکمتونه  به  پکښي  وويني، چي په ليکلو يې کتابونه ډکېږي.  داسلامي شريعت عملي کول به يوازي ټولني ته امن ، سکون ، خوشحالي ، متقابل احترام ، يوپربل ظلم نه کول،  صداقت او دا سي نور ښه او قوي صفتونه  راولي اوس به راسو دمسلماني ځښي  صفتو ته : 
 
۱- ستر :  دځان ستر (حجاب) ته به ډېر پام کوئ ، ځکه  داسلام  د ستر  انقلاب يو آساسي جز داوو چي د جاهليت د دوران وحشت او بې حيايي  يې له منځه يووړل ، قرآنکريم  مسلمانو بيبيانو ته  داسي  لارښوونه  کوي :
 
 وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ..... (النور۳۱ ).
 
ووايه ! اې محمده صلی الله علیه وسلم  مومنو  ښځو ته چي خپلي سترګي په واک کي ولري ، خپل شرم ځايونه دي وساتي ، د ښکاره زينت څخه پرته نور دي نه ښکاره کوي او پر خپلو سينودي پوړني  واچوي . 

۲-  دخاوند(مېړه ) اطاعت کول:  مسلمانه بي بي به دخپل خاوند اطاعت کوي او دقدر په سترګه به ورته ګوري ، ځکه چي دمسلماني بي بي لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تکيه ګاه ،د زړه سکون او تسلي دئ. 
دابو هريره رضي الله عنه  ¬ روايت دی چي رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمايی :
 
لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ ( متفق عَلَيْهِ )
 
ژباړه: دهيڅ ښځي لپاره روا نه ده ،  چي د خپل مېړه په موجوديت کي دهغه داجازې پرته (نفلي ) روژه ونيسي اونه دا چي دخاوند داجازې پرته دهغه وکورته د داخلېدلو لپاره وبل چاته اجازه ورکړي . 

او په  بل حديث شريف کي  راځي ، چي د مېړه داجازې پرته دي له کوره نه وځي .
 
 همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی  رضي الله عنه  څخه روايت  دی چي رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نسایي ).
 
ژباړه: کله چي خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډئ پخولو ) په کار مصروفه هم وي .

د رسول  صلی الله علیه وسلم  وينا ده: ښځه چي کله پنځه وخته لمونځ اداکړي ، دخپلي حيا ساتنه وکړي او د خپل مېړه اطاعت کوونکې وي، نو هغه چي جنت ته په کومه دروازه غواړی ورداخله دي سي .

۳- دحيا ساتنه : مسلمانه ښځه  به له حده ډېر دغه ټکي ته متوجه  وي . د خپلي آبرو او پاک لمنى خيال به  ساتي ، ځکه که دمېړه په زړه کي داسي کوم شک پيداسي ، نو بيا د ښځي يوه نېکي، اطاعت او خدمت هم مېړه د ځان په لور نه سي مايل کولای.
 
که خدای  مه کړه يوځلي پر چا تور داغ ولګېږي نو بيا د ژوند خوند، آبرو ، عزت  او  هرڅه له  منځه  ځي . 
پدې اړه قرآنکريم دالمؤمنون په سورت کي د شپږو صفاتو لرونکو ته  د کاميابۍ زېری ورکړئ .
 
۱- هغه کسان چي دوئ په خپلو لمونځوکي و الله جل جلاله  ته عاجزي کوي .
۲- هغه کسان چي دوئ له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړوي  . ؛
۳- هغه کسان چي دوی د زکوة  ادا کوونکي وي  .
۴ - هغه کسان چي دوئ  د شرم ځايونو  ساتنه کوي .
۵- هغه کسان چي دوی د امانت او وعدو رعايت کوي .
۶- هغه کسان چي دوئ د لمونځو ساتوونکي وي پنځه  واړه  لمونځونه  پرخپل  وخت  ادا کوي هغو ئ  خلاصون وموندئ  .
 
 
 ۴- تقو'ی او دينداری : کومه ښځه  چي تقوا  او دينداري ولري هغه به تر ټولو غوره بي بي او مور وي، کورنۍ، ولس او ټولني ته به دينداره اولاد وړاندي کوي  داسي  بي بي  به  دکور او خپل  خاوند  لپاره  يو برکت  او  الهی رحمت  وي  .
 
نوضرور ده چي مسلمانه بي بي پر ټولو اسلامي احکامو کلکه پابنده وي ، پنځه وخته لمونځونه پر خپل ټاکل سوي وخت وکړي،  خير که مو کارونه ډېر وي يا د اولاد روزني مشغوله کړي وي ، ځان  پر وخت ولمانځه ته وزګار کړئ هسي خو هم د دنيا کارونه نه خلاصېږی، هغه کسان چي بې وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وي قرآنکريم   دغه  کسانو ته په سختو وېرولو سره داسي  خبرداری ورکوي: 
 
فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ (الماعون ۴-۵) 
ژباړه دويل کنده يا بربادي ده هغه کسانو لره چي دوئ له خپلولمونځونو غافل او بې پروا دي .
 
 همدارنګه نور ټول الهي اوا مرو ته تسليمي د کاملي مسلماني بي بي صفات دي چي و داسي بي بي ته په بار بار  الهي او نبوي   ارشاداتو  کي  دجنت زېری ورکړل سوئ  دئ . 
 
٥ -  د خاوند د کور د سامان ساتنه : مسلمانه بي بي به د خپل خاونددکور د سامان ساتنه کوي له واده څخه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼي ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتيا وو لپاره ورک وي داسی نه چي هغه يې کور ته راوړي او تاسي يې له کوره باسئ.  
 
دقريشو دښځو په ستاينه کي نبي کرېم    صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دقريشو ښځي څومره ښې ښځي دي ،پراولاد ډېري مهربانه دي اود مېړه دکور ډېري غوره ساتونکي دي (بخاری) . 
 
٦-   داولاد روزنه : اولاد  د الله   جل جلاله  ستر نعمت وګنئ او شکر  و باسی، چي تاسي ته يې دخپل بنده  د روزني او پالني وخت درکړ  او  دغه  اولاد به ستا ځای نا ستی وي. د اولاد په تعليم او تربيه کي د ذرې په اندازه غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايي ده ، ځکه مات لاس غاړي ته ځي، اولاد ډېر وخت د مور ترڅارني لاندي وي ، په تېره بيا چي پلار يې مسافر وي .ترهرڅه مخکي خپل اولاد په پوره ديني زده کړه او ديندارۍ عادت کړئ ، ځکه يوازي مسلمان او تقوی داره اولاد  د مور  او  پلار حقوق  ښه پېژني او  د مور او  پلار خدمت به په پوره اخلاص سره کوي .
 
 ٧-  نظافت او پاکوالی : د ښکلا، ښايست، پاکوالي اونظافت پوره خيال ساتئ، چي پاکوالی د ژوند مهم راز دئ او په دې لاره کي غفلت او ټمبلي  پکار نه  ده، که  الله جل جلاله  مکړه يوځل دخلکو درته فکر سو چي کور، خواړه يا اولاد مو نا پاکه وي نو بيا که وروسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنۍ عزت به  مو مخکي  په  سيند  لاهو کړئ وي نو پاکۍ ته ډېر پام کوی ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسي نه چي مېړه ته مو د فقيرۍ جامې اغوندی او د باندي چي د خپلوانو کره ځي نوښه ځان سنګاروی .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته