تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځو ته په جنت کي څه ورکول کیږي؟
  تعلیم الاسلام
  October 31, 2016
  0

لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 يو بل اشکال ته جواب ، په جنت کې د سړيو لپاره د ډيرو ښځو ورکول کيدل او د ښځو لپاره د يوه خاوند څخه د زياتو نه وکول کيدو وجه څه ده ؟

 
جواب: په نعمت کې د راحت سامان او د اکرام او عزت اسباب ورکول کيږي د غم او تکليف څخه ډک سامان او همدارنګه د سپکاوي او توهين اسباب د نعمت په ډول چا ته نه ورکول کيږي ، بلکه دغه شيان خو د سزا لپاره دي، نو په جنت کې هرڅه چې دي هغه د نعمت او جزا په ډول دي، که هلته يو سړي ته ګڼي ښځي حاصلیږي نو دا د سړي لپاره اکرام، عزت ، ارام او راحت دئ، او که يوې ښځې ته ډير خاوندان ملاو شي نو د هغې لپاره په راحت او ارام کې هيڅ زيادت نه شي راتللى، نو دا به ښځې ته د عزت او راحت ورکولو په ځاى سپکاوى او ذلت او توهين وګرځي.
 
که چيرى د يوې ښځې لپاره څو خاوندان مقرر شي نو دا به ووايو چې حاکمان زيات شول، نو څومره چې حاکمان زيات وي نو دومره محکوم ذلت زياتيږي، که دغه تحقير ، تذليل او توهين، د ښځې په حق کى جايز وي نو تاسو قضاوت وکړى؟ حتا چي د نړى په يوه مذهب کي به هم شايد د دې اجازت نه وي، په جنت کې چې کوم د عزت او ارام ځاى دى دغه د سپکاوي صورت هيڅکله نه شي واقع کيدلئ، نو لکه څرنګه چې د مخلوقاتو پالونکى په دنيا کي د ښځې او سړي په حالت او فطرت کې اختلاف پيدا کړى دى يعني، سړى حاکم دئ همدارنګې به په جنت کي هم د دوى په حالاتو کې اختلاف وي.
 
------------------
 
زیاتونه:
 

 

دا یو حقیقت دی چي په جنت کي به ښځو سره هر هغه څه ورکول سي چي دوی یې خوښ لري او هغه شی به نه غواړي چي الله پاک ورته ورکړی نه وو خو ددې سره سره به په کاملو نعمتونو کي اوسیږي، ښایست به یې ورځ تر بلي ډيريږي او یقیناً پر هر څه به قانع وي، څنګه به یوه ښځه په جنت کي لا هم قانع نه وي؟!  په یوه روایت کي راځي چي یوه ښځه به خپل خاوند ته وايي: په الله قسم! په جنت کي مي تر تا ښایسته څوک نه دي لیدلي او په جنت کي تر تا ما ته بل محبوب شی نسته، نو حمد دي وي هغه ذات ته چي ته یې زما په نصیب کړی یې او زه یې ستا په نصیب کړې یم. (حادي الارواح باختصار / کتنپلاوی).

 

 
په دې اړه یوه مختصره فتوا:
 
فتوا: جنتیانو ښځو ته به څو مړونه او غلمان وي؟
 
د ښځو ګټوره څانګه: نیکمرغه میرمن
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته